د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قوماندان، براډ کوپر، وایي د دې قوماندانۍ ځواکونو په وروستیو میاشتو کې نه یوازې د فارس خلیج څخه د هرمز تنګي له لارې د یو میلیارد څخه د زیاتو بیرلو خامو تیلو د لېږد ملاتړ کړی بلکې د دې سمندري لارې څخه یې د دوه زرو څخه د زیاتو سوداګریزو کښتیو په تېرېدو کې یې مرسته کړې ده.
د سنټکام قوماندان دا څرګندونې په یوه ویډیويي کلیپ کې چې د شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۹) د سنټکام په رسمي ایکس حساب کې خپور شوی کړي دي.
کوپر وویل، " زموږ د خلیج شریکانو اړوند له یو میلیارد بیرلو څخه ډېر خام تېل د هرمز تنګي له لارې لېږدول شوي دي."
دغه لوړپوړي امریکایي جنرال دا هم وویل چې د دې مودې په اوږدو کې د امریکا د "کلکې محاصرې" په پایله کې، ایران "یو بېرل" تېل هم صادر کړي ندي.
د سنټکام قوماندان دا هم وویل چې د هرمز تنګی د ماینونو څخه پاک شوی دی او زرګونه کښتۍ له دې آبي لارې تېرې شوې دي.
کوپر زیاته کړه چې په تېرو دوو اونیو کې د خامو تیلو، سوداګریزو بارونو، او اوبلنو طبیعي ګازو حجم چې د هورمز تنګي څخه تېر شوی، د تېرو شپږو میاشتو د هر بل وخت په پرتله ډېر دی.
هغه زیاته کړه چې سنټکام د متحده ایالاتو له بېلابېلو دولتي ادارو، د خلیج د همکارۍ شورا له ټولو شپږو غړو هیوادونو، او همدارنګه د بیمې او کښتۍ چلولو شرکتونو سره کار کوي، ترڅو د هورمز تنګي له لارې د ترافیکو حجم زیات کړي.
د سنټکام قوماندان د متحده ایالاتو او د خپلو سیمه ییزو شریکانو لخوا د نویو امنیتي تدابیرو اعلان هم وکړ، او ویې ویل چې متحده ایالات په سیمه کې له هیوادونو سره د هغوی د هوايي دفاعي سیسټمونو د پیاوړي کیدو، د بریدګرو بې پیلوټه الوتکو د یوه نوې ائتلاف د رامنځ ته کیدو او د هرمز تنګي او شاوخوا ابي لارو د خلاص پاتې کیدو په برخه کې همکاري کوي.
کوپر د خپلو خبرو په پای کې په دې ماموریت کې د امریکایي ځواکونو اوسط عمر شاوخوا ۲۵ کاله وباله. نوموړي د امریکا او سیمه ییزو شریکانو پر ځواکونو غږ وکړ چې خپل تمرکز وساتي او ماموریت ته دوام ورکړي.
د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ یو له مهمو تنګیو څخه شمیرل کیږي او د خلیج هیوادونو څخه د تیلو او ګازو د صادراتو یوه لویه برخه له دې ابي لارې تېریږي.
امریکا د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې په لګولو سره ایران د تیلو له صادراتو منع کړی خو برعکس د خپلو خلیجي شریکانو د انرژۍ لیږد او د تجارتي کښتیو تګ راتګ یې جاري ساتلی دی.
فورم \ دبحث خونه