د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د جوارو حاصلات ۱۶.۵سلنه زیات شوي


د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس وايي، روان کال په دغه ولایت کې د جوارو په حاصلاتو کې ۱۶.۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.

زلمي الکو نن یکشنبه «کب۴مه» امریکا غږ ته وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۳۸زره هکتاره ځمکه باندې د کرل شوو جوارو څخه ۱۹۰زره ټنه جوار راټول شوي دي.

ښاغلي الکو زیاته کړه:"د تېر کال په پرتله په دې ولایت کې د جوارو په حاصلاتو ۱۶.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی."

هغه وویل چې په تېر ۱۳۹۷کال کې په هلمند کې د کرل شوو کښتونو څخه ۱۸۰۸۴۶ټنه جوار راټول شوي و.

د هلمند جوار

نوموړي روان کال د حاصلاتو د زیاتې کچې لاملونه پریمانه اوبه، د اصلاح شوي تخمونو وېشل، جوارو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا او په دې برخه کې د بزګرانو روزل یاد کړل.

هغه د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو د مخنیوي لارې چارې ښودل او د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو وېشل نور هغه لاملونه یاد کړل چې ورسره د جوارو حاصلات زیات شوي دي.

د مسؤلینو په وینا له هلمند څخه هره ورځ له ۵۰۰ تر ۹۰۰ مټریک ټنه جوار کابل، لوګر، غزني، کندهار، مقر، شاجوۍ، بولدک او ننګرهار ته صادریږي، چې په یادو ولایتونو او سیمو کې پروسس او د نباتي غوړي ترڅنګ تر حیواني خوراکي پورې په بېلابېلو توکو کې کارول کیږي.

د هلمند جوار
د هلمند جوار

هلمند د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري تر ډېره غنم، جوار، لوبیا او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کیږي.

XS
SM
MD
LG