د لاس رسي وړ اتصالات

'یوې اونۍ کې د کرونا له ویري ۴۰زره افغانان له ایران راستانه شوي'


د افغانستان د کډوال او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ایران کې د کرونا ویروس زیاتېدو له امله روانه اونۍ له ایران څخه ۴۰۰۰۰ افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند رضا باهر نن جمعه د کب۲۳مه» امریکا غږ ته وویل چې د یادو کډوالو زیاته برخه پخپله خواښه له ایران هرات او نیمروز بندرونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت ویاند وايي، تر ټولو زیات افغان کډوال د تېري چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه وویل:"تېره چهارشنبه ۷۷۰۰ او پرون پنجشنبه ۸۹۸۷ افغانان له ایران څخه هیواد ته ستانه شوي دي."

ښاغلي باهر وویل چې په دغه اونۍ کې له ایران څخه افغانستان د کډوالو بېرته راستنېدل نسبت تېرو څو اونیو ته له شپږو تر اوو برابرو زیات شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:"په ایران کې د کرونا ویروس خپرېدو تر زیاتېدو وروسته، له ایران څخه د کډوالو راستنېدو کې سخت زیاتوالی راغلی دی،نسب د تېرې میاشتې شمېرو ته چې له ایران څخه راستانه شوي و، اوس مهال دغه بهیر له شپږو څخه تر اوو برابره زیات شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د عامې روغتیا وزیر له ایران څخه په اجباري ډول د افغان کډوالو ستنېدو له لارې په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس اوه مثبتې پېښې ثبت شوي چې د دغه وزارت په وینا اوه واړه یې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي و.

دغه پېښې پنځه یې په هرات او دوې یې په سمنګان ولایت کې ثبت شوي دي.

ایران تر چین وروسته دوهم هیواد دی چې د کرونا له امله زیات کسان پکې وژل شوي د ي.

XS
SM
MD
LG