د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر اوو ته ورسېد


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په سمنګان او هرات کې د کروناویروس د نویو پیښو د ثبت کیدو خبر وکړی چې اوس په افغانستان کې ددې ویروس د پیښو شمیر اوو ته ورسید.

تر دې مخکې په افغانستان کې د کرونا څلور مثبتې پېښې ثبت شوي وې چې په دې تازه پېښو سره یې شمېر اوس ٧ ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن سې شنبه (کب ٢٠) وویل چې "په سمنګان او هرات کې د کرونا (Covid-19) ویروس یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوې ده. په دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر اوو ته ورسېد."

د ښاغلي مایار په وینا اوس په هرات کې پنځه مثبتې پیښې او په سمنگان کې دوه مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د کرونا څلور مثبتې پېښې ثبت شوي وې چې ټولې په هرات ولایت کې وې.

د افغانستان د روغتیا وزیر ویلي چې په هرات کې په کرونا ویروس اخته کسان څلور واړه د ایران له قوم ښار څخه هرات ته راغلي و.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز هم له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو پر مهال په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د پراختیا په اړه اندېښنه ښودلې وه.

ایران هره ورځ زرګونه افغان کډوال افغانستان ته شړي.

پاکستان د کرونا ویروس د انتقال د مخنیوي په هدف هم په هرات ولایت کې خپل قونسلګري د ۱۵ ورځو لپاره وتړله.

XS
SM
MD
LG