د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۲۴۶۹ تنو ته ورسېد


ښاغلي مایار وویل که چیري د کرونا ویروس د معایناتو ظرفیت لوړ شي مثبتې پېښې به تر هغه زیاتي شي کوم چې اوس ویل کییږي.
ښاغلي مایار وویل که چیري د کرونا ویروس د معایناتو ظرفیت لوړ شي مثبتې پېښې به تر هغه زیاتي شي کوم چې اوس ویل کییږي.

د افغانستان روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۷۹ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د یادو پېښو تر ټولو زیاتې ۷۵ یې یوازې په کابل ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن شنبه مې دوهمه(غويي۱۳) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۴۶۹ ته ورسېد.

له یادو تازه پېښو څخه ۷۵ کابل، ۲۳ هرات ، ۱۸ بلخ، ۱۵کندهار، ۱۶ جوزجان، ۱۰ غزني، ۷ بغلان، ۴ تخار، ۳ غور ۵ لوګر ۲ زابل او یوه هم په هلمند ولایت کې ثبت شوې ده.

ښاغلي مایار وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس څخه ۲۱ تنه بیرته روغ شوي چې ۱۰ یې هرات،۸ هلمند، دوه نیمروز او یو هم په غور ولایت کې دی چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۳۳۱ تنو ته ورسېد.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې په تېره یوه ورځ او شپه کې څلور تنه نور په خوست، هرات، بلخ او کندز ولایتونو کې د کرونا له امله مړه شوی چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۷۲ تنو ته ورسېد.

نوموړي زیاته کړه چې کرونا ویروس په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کی د چې په وینا یې خلک باید له اړتیا پرته ګرځېدو څخه ډډه وکړي او په دې اړه روغتیايي لارښووني عملي کړي.

ښاغلي مایار وویل که چیري د کرونا ویروس د معایناتو ظرفیت لوړ شي مثبتې پېښې به تر هغه زیاتي شي کوم چې اوس ویل کییږي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر سهار مې دوهمه (غويي۱۳ پورې ۲۳۸۷۸۸ کسان مړه کړي او تردرې میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG