د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۷۴ ته ورسېدې


د افغانستان روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۲۹ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس ددغو نویو پېښو په ثبتېدو سره په دغه هیواد کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۱۷۴تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار ویلي چې د یادو پېښو څخه ۲۵ یې په هرات، دوې په کندهار او یوه ـ یوه هم په نیمروز او دایکندي کې ثبت شوې دي.

ډاکټر وحیدالله مایار نن سې شنبه مارچ ۳۱ (وري۱۲مه) وویل چې په کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې ۷۵سلنه یې ایران ته سفر کړئ و.

په دې سره په هرات ولایت کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۱۳۱ ته ورسېد.

روغتیا وزارت وايي، د قاطع ملاتړ څلور سرتیري چې په کرونا اخته شوي په یادو ارقامو کې شامل نه دي.

تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس څخه د څلورو تنو د مړه کېدو او پنځو تنو بېرته جوړېدو راپور ورکړل شوی دی.

د دغه ویروس د لا پراخېدو مخنیوي په هدف د پلازمېنې کابل ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم په قسمي ډول په ګرځیدو بندیز اعلان شوی دی.

ګڼې دولتي ادارې، تعلیمي او ښوونیز مرکزونه او هغه پلورنځۍ چې اړتیا یې کمه لیدل کیږي تړلي دي.

XS
SM
MD
LG