د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې


په هرات، کابل او بدخشان ولایتون کې د کرونا ویروس د نورو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د یاد ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۱ته ورسېد.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار تېره شپه مارچ۲۸(وري لسمه) وویل چې د یادو تازه مثبتو پېښو څخه ۲۲ یوازې په هرات، دوې کابل او یوه هم په بدخشان ولایتو کې ثب شوې ده.

هرات ولایت چې له ایران سره پر پوله پروت دی د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر پکې ۱۰۶ تنه ورسېد.

روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته څلور بهرني سرتیري په دغه جدول کې نه دي شامل.

د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز بیا نن دوشنبه مارچ۳۰(وري ۱۱) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس له امله تر دا مهاله څلور تنه مړه شوي دي او پنځه تنه بېرته ورڅخه روغ شوي دي.

تر دا مهاله د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۱۰۶ په هرات، ۶ کابل،۵ فراه، ۴ سمنګان، ۴ نیمروز،۳ لوګر، ۳ بلخ، ۲ زابل، ۱کندهار، ۱ بادغیس، ۱ غزني، ۱ دایکندي، ۱ ننګرهار، ۱ بدخشان، ۱ کاپیسا او یوه هم په سرپل ولایت کې ثبت شوې ده.

د کرونا ویروس خپرېدو له ویري د کابل په ګډون د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې نیمه ګرځ بندیز اعلان شوی دی او روغتیا وزارت د یادو ویروس پراخېدو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG