د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ د افغانستان روغتیايي سیستم سره صلیب اندېښمن کړی


سره صلیب وایي باید له جګړه ځپلو هېوادونو سره سملاسې مرسته وشي
سره صلیب وایي باید له جګړه ځپلو هېوادونو سره سملاسې مرسته وشي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې اندېښنه ښودلې چې له مرستو پرته د افغانستان روغتیايي سیستم د کروناویروس سره د مبارزې لپاره چمتو نه دی.

دغې کمېټې د دوشنبې په ورځ مارچ ۳۰ (وري۱۱) په یوې اعلامیې کې ویلي ‌دي هغه هېوادونه چې جګړې په کې روانې دي د کروناویروس سره مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته ضرورت لري.

د سره صلیب کمېتې او سره میاشت تېره اونۍ له هغو هېوادونو سره چې د کروناویروس سره مبارزې لپاره محدود امکانات لري د ۸۰۰ میلیون سویسي فرانګ مرسته وغوښته.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر پیتر مویرر ویلي: " کووید۱۹ پرمختللي روغتیایي سیستمونه تر فشار لاندې نيولي. په ډېرو سیمو کې چې موږ کار کوو د مراقبت د ابتدايي زیربناو له نشتوالي سره مخامخ دي او د بېړنیو حالاتو لپاره زیربناوې نلري. موږ اندېښمن یو که د دغه ویروس د مخنیوي لپاره سملاسي اقدام ونشي، په نړۍ کې به یو شمېر آسیب پذیرې ټولنې سختې وځپي."

سره صلیب وايی په جنګ کې ګېر هېوادونه لکه افغانستان، یمن، سوریه، جنوبي سودان او ناجریا له ابتدايي ضرورتونو لکه د څښاک پاکې اوبه، درمل او صابون له کموالي سره مخامخ دي.

دا کمېټه وایي‌ جګړو په دغو هېوادونو کې مدیریتي‌ او نور ظرفیتونه ځپلي دي او له همدې کبله په دغو هېوادونو کې د کروناویروس د لا خپرېدو اندېښنې زیاتې دي.

سره صلیب وايي له جګړه ځپلو هېوادونو سره د نړیوالې ټولنې او سازمانونو مرستې ډېرې ضروري دي. دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په افغانستان کې دکرونا له کبله څلور تنه مړه شوي‌او ۱۴۱ نور په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG