د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا؛ ښايي افغانستان د اکسیجن او تابوتونو کموالي سره مخ شي


روغتیا وزارت وايي، خلک همداسې بې پروايي ته دوام ورکړي کنټرول به یې د روغتیا وزارت له توان څخه ووزي
روغتیا وزارت وايي، خلک همداسې بې پروايي ته دوام ورکړي کنټرول به یې د روغتیا وزارت له توان څخه ووزي

د افغانستان روغتیا وزارت د خبرداري په ورکولو سره وايي، په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کي دي چې په وینا یې که خلک جدي توجه ونه وکړي ممکن دغه وزارت د اکسیجن او تابوتونو له احتمالي کمښت سره مخ شي.

د روغتیا وزارت معین ډاکټر وحید مجروح نن یکشنبه مې۳۱ (غبرګولې۱۱) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس د ناورین لمن په هیواد کې د پراخېدو په حال کې ده.

هغه وویل که خلک همداسې بې پروايي ته دوام ورکړي کنټرول به یې د روغتیا وزارت له توان څخه ووزي.

هغه زیاته کړه: "بدبختانه موږ له خپلو ټولو هڅو سره سره چې کوو یې، خلکو ته به د اکسیجن رسولو توان هم ونه لرو، کله چې نیم کابل اکسیجن ته اړتیا ولري، ایا د دومره اکسیجن تولید امکان لري؟کله چې بدبختانه زموږ زیات شمېر ښاریان خپل ژوند له لاسه ورکوي کېدایشي د دومره تابوتونو د تولید توان هم نوي... کاش یوه شپه موږ تللي وای او لیدلي مو وای."

د افغانستان د روغتیا وزارت معین وویل چې اوس مهال د کابل او ولایتونو د کرونا ویروس اړوند روغتونونو کې د اکسیجن سلګونه کپسلونه مصرف کیږي چې په وینا یې دغه وضعیت په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر زیاتېدو ښکارندويي کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د روغتیا وزارت ټول امبولانسونه تیره شپه د کابل ښار د بېلابېلو سیمو څخه د جنازو په انتقالولو مصروف و چې په وینا یې د بېلابېلو لاملونو له مخې مړه شوي و. خو مجروح وویل چې اصلي لامل یې کرونا ویروس و.

هغه د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیا وزارت امکانات کم وبلل او زیاته یې کړه که چیري له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې کافي امکانات د دغه وزارت په اختیار کې ورنه کړل شي روغتونونه او بسترونه به په کرونا ویروس اخته کسانو په درملنه کې دومره مرسته ونه کړي.

روغتیا وزارت پر داسې مهال د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو خبر ورکوي چې د دغه وزارت په وینا په تیره یوه شپه او ورځ کې په ۱۳ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۶۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د یاد وزارت په وینا په دې سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر۱۵۲۰۵ ته لوړ شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۸ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۵۷ تنو ته ورسېد.

همدارنګه ۲۵ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۳۲۵ تنو ته لوړ شو.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د یکشنبې تر غرمې مې۳۱ (غبرګولې۱۱) پورې څه باندې شپږ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۳۶۹زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG