د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د کروناویروس ناروغۍ دوه کسه مړه کړي


ایراني رسنیو د دغه هېواد په قُم ښار کې د کروناویروس په ناروغۍ د اخته دوو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د ایران د عامې روغتیا وزارت چارواکو تائید کړې ده، چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه هیواد په قُم ښار کې د کروناویروس ناروغۍ مشکوکې پېښې لیدل شوي او شکمن کسان په قرنطین کې راوستل شوي دي.

ایران له دې وړاندې د کروناویرویس ناروغۍ د مخنیوي لپاره په خپلو هوايي ډګرونو کې د کلکو روغتیايي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی وو.

په ایران کې نږدې ۲.۵ میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي او هره ورځ سلګونه ایراني او افغان مسافر دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، د کروناویرویس د مخنیوي لپاره له بهر څخه د راتلونکو مسافرو د معاینې په موخه په خپلو پولو کې روغتیايي ډلې ګومارلې دي. دغه وزارت ویلي، چې تر اوسه په افغانستان کې د کروناویروس مثبته پېښنه نه ده ثبت شوې.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډیسمبر کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې تشخیص شوه.

تر اوسه شاوخوا ۷۵زره تنه د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

د دغې ناروغۍ له امله په چین کې څه باندې ۲۰۰۰ کسه مړه شوي او دغه راز په جاپان، فلپین، فرانسه او تایوان کې د یو – یو کس د مړینې راپور ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG