د لاس رسي وړ اتصالات

د چین سفیر: افغانستان ته د'کرونا' داخلېدو مخنیوي لپاره ټولې هڅې کوو


د چین سفیر وانګ یو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست هارون چخانسوري سره د لیدنې پر مهال
د چین سفیر وانګ یو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست هارون چخانسوري سره د لیدنې پر مهال

په کابل کې د چین سفیر وايي، هیواد یې افغانستان ته د 'کرونا' ویروس داخلېدو د مخنیوي لپاره ټولې هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په چین کې د 'کرونا' ویروس له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۵۶۰ تنو ته رسېدلی او د چین د ګاونډیو هیوادونو سره بېره یې ګڼې پېښې په کاناډا، امریکا، بریتانیا په ګډون یو شمېر نورو هیوادونو کې ثبت شوي دي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین او سرپرست محمد هارون چخانسوري سره لیدنه کې ویلي چې د درملنې کچه مخ په لوړېدو ده.

وانګ یو د جمعې په ورځ فبروري ۷مه (سلواغې۱۸مه) همدارنګه ویلي چې له دغه هیواد څخه بهر د 'کرونا' ویروس ثبت شوي پېښې په چین کې د ثبت شوو پېښو څخه یو سلنه لږ دي.

هغه ویلي:"موږ د کرونا ویروس په اړه نظرونه سره شریک کړل،ما ورته وویل چې د درملنې کچه مخ په لوړېدو ده او دا چې له چین څخه بهر د تائید شوو قضیو شمېر په چین کې د ثبت شوو پېښو څخه یو سلنه لږ دی، موږ به افغانستان ته د کرونا ویروس مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې وکړو."

د چین سفیر پر داسې مهال دا څرګندونې کوی چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د دغه ویروس د مخنیوي لپاره د جدي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې تر دا مهاله د دغه ناروغۍ د ثبتېدو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

تېره چهارشنبه د بدخشان روغتیايي چارواکو هم وویل چې دغه ولایت ته د دغه ویروس داخلېدو د مخنیوي لپاره یې له چین او تاجکستان سره پولې تړلې دي.

د چین ووهان ښار چې د لومړي ځل لپاره پکې د 'کرونا' ویروس پیدا شوو په یاد ښار کې ۴۲ افغان محصلین او یو شمېر افغان کورنۍ هم ژوند کوي چې د دواړو هیوادونو د چارواکو په وینا دا مهال له ناروغۍ څخه د اخته کېدو د مخنیوي په هدف قرنطین شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت روانه اونۍ وویل چې د دغه محصلینو په ایستلو کې باید بېړه ونشي او د بېړني حالت تر پای ته رسېدو وروسته به را و ایستل شي.

XS
SM
MD
LG