د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وايي ځان ورته د جګړې د وخت ولسمشر ښکاري


ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي ځان ورته د جګړې د وخت ولسمشر ښکاري او له یو پټ دښمن سره مخ دي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د کروناویروس له کبله په امریکا کې بیړنی حالت په لوړه کچه کې دی.

ښاغلی ټرمپ وايي: "موږ ټول په دې مسله کې سره شریک یو، او یو ځای به شو، دا زموږ پټ دښمن دی."

په امریکا کې ګڼ شمیر ځایونه تړل شوي چې زیات اقتصادي زیان یې هم اړولی دی، خو له خلکو سره د مرستې لپاره قانون جوړونکو او د ولسمشر ټرمپ ادارې تر اوسه بې ساري ګامونه پورته کړي دي.

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وايي د امریکا د اردو ساحوي روغتونونه هم د آماده باش په حال کې دي.

ښاغلی اسپر وايي "ډیر ژر به یو میلیون ماسکونه آماده شي، او وروسته که اړتیا وه د تهویه ۲۰۰۰ دستګاه ګانې به د روغتیا او بشري چارو وزارت ته د ویش لپاره ورکړل شي."

د کانګرس دوه غړي په کروناویروس اخته شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

بلخوا ولسمشر ټرمپ هم پر کانګرس فشار راوړی چې د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت بودجه او اقتصادي ملاتړ ومني. په دې پیسو کې ۵۰۰ میلیارد ډالر هم شامل دي چې په دوو پړاونو د اپریل په شپږمه او د می په اتلسمه به امریکایانو ته ورکړل شي. نور ۳۰۰ میلیارد ډالر به کوچنیو سوداګریو، او ۵۰ میلیارد به زیانمنو شویو هوايي شرکتونو ته ورکړل شي.

خو هره معامله باید په کانګرس کې دیموکرات استازو سره په همغږۍ وشي.

XS
SM
MD
LG