د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ځوان د اته میلیون ډالرو وړاندیز رد کړ


شیفمن ته د مایکروسافټ له خوا هم د کار کولو وړاندیز شوی دی خو هغه وايي چې غواړي پر خپلو برنامو باندې کار وکړي.
شیفمن ته د مایکروسافټ له خوا هم د کار کولو وړاندیز شوی دی خو هغه وايي چې غواړي پر خپلو برنامو باندې کار وکړي.

د امریکا اوسېدونکي یو ځلمي ایوي شیفمن چې د کرونا ویروس په اړه یې معلوماتي ویبسایټ جوړ کړی، دغه سایت کې یې د سوداګریزو اعلانونو په بدل کې د اتو میلیونو ډالرو وړاندیز رد کړ.

اولس کلن شیفمن غواړي دغه ویبسایټ د مالي ګټې پرته وچلیږي.

د دې ځوان ویب سایټ (nCoV2019.live) د کرونا ویروس په اړه له صحي او د مخنیوي تدابیرو نه نیولې تر ورستیو نړیوالو ارقامو پورې معلومات خپروي. دغه ډېټا په منظمه توګه د نړیوال صحي سازمان او نورو معتبرو بنسټونو معلوماتو نه سرچینه اخلي.

د ایوي شیفمن ویبسایټ اوس د نړۍ په کچه شهرت موندلی او په ورځ کې شاوخوا ۳۰ میلیونه کسان یې ګوري.

شیفمن ویلي چې د دې ویبسایټ جوړولو لپاره یې شپې سبا کړي او ان یو وار یې د خوب پرته ۵۰ ګړۍ پر لپسې کار کړی دی.

په مجازي نړۍ یا اینټرنټ کې په میلیونونو ویبسایټونه فعالیت کوي چې اکثره یې د سوداګریزو اعلانونو په بدل کې ځان ته مالي ملاتړ پیدا کوي او له همدې لارې خپل کار په مخ وړي.

خو شیفمن بزنس انسایډر مجلې ته ویلي: "یواځې ۱۷ کاله عمر لرم او اتو میلونو ډالرو ته اړتیا نه لرم. نه غواړم د ګټې په لټه کې اوسم."

شیفمن دا هم ویلي چې غواړي د کویډ-۱۹ د وبا تر پایه د خپل ویبسایټ فعالیت ته دوام ورکړي.

شیفمن ویلي چې په خپل ویبسایټ کې د سوداګریزو اعلانونو له لارې نه غواړي هغو کاروونکو ته مزاحمت جوړ کړي چې چټک انټرنټ نه لري.

شیفمن ته د مایکروسافټ له خوا هم د کار کولو وړاندیز شوی دی خو هغه وايي چې غواړي پر خپلو برنامو باندې کار وکړي.

XS
SM
MD
LG