د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د کرونا له کبله د مړو شمېر له ۱۹۳زرو واوښت


کرونا تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي
کرونا تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي

کروناویروس د جمعې د ورځې اپریل ۲۴(غويي۵) تر ماسپښین پورې په ټولې نړۍ کې څه باندې ۱۹۳۰۰۰ کسان مړه کړي دي.

په امریکا کې د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس دا مهال د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی.

په ټولې نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دې دمه څه باندې ۲.۷ میلیون دی او ورځ په ورځ زیاتیږي.

کروناویروس تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي چې څه باندې ۴۹زره دي.

ایټالیا په نړۍ کې دویم هېواد دی چې د کرونا له کبله په کې ډېر کسان مړه شوي دي. کروناویروس په دغه هېواد کې تر دې دمه څه باندې ۲۵۵۰۰ کسان مړه کړي دي.

په هسپانیا کې بیا شاوخوا ۲۲۱۵۷ کسان مړه شوي دي.

فرانسه په نړۍ کې څلورم او په اروپا کې درېیم هېواد دی چې دغه ویروس په کې ډېر کسان مړه کړي چې شمېر یې شاوخوا ۲۱۹۰۰ کسانو ته رسیږي.

په برتانیا کې هم د کرونا ویروس تلفات ورځ په ورځ زیاتېږي او تر دې دمه په کې تر ۱۸۷۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

په آسیا کې بیا تر دې دمه ایران تر ټولو ډېر تلفات لري چې شمېر یې ۵۴۸۱ ته رسیږي.

په پاکستان کې یې تر اوسه ۲۳۷ کسان مړه کړي‌دي.

چین چې د دغه ویروس د زېږېدو ځای دی وايي چې شاوخوا ۴۵۱۲ کسان یې مړه شوي‌دي. خو ولسمشر ټرمپ وایي‌ چې کرونا په چین کې تر امریکا ډېر کسان مړه کړي‌دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي‌ چې په افغانستان کې هم له دې پلوه شاوخوا ۴۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۲۳۰ نور په دغه ویروس اخته دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

له دې هر څه سره سره تر دې دمه څه باندې ۷۴۴زره کسان چې په دغه ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي او رغېدلي دي.

XS
SM
MD
LG