د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د افغانستان ۵۰ سلنه عواید غلا کېږي


جمهور رئیس غني څرګنده نه کړه چې دا افغانستان ملي عواید د چا او کومو کړیو له خوا غلا کېږي
جمهور رئیس غني څرګنده نه کړه چې دا افغانستان ملي عواید د چا او کومو کړیو له خوا غلا کېږي

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي چې د دغه هېواد د عوایدو لږ تر لږه ۵۰سلنه غلا کېږي.

ښاغلي غني چې د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۲۸ ( وري ۸) په ارګ کې د ځوانانو د عالي شورا پرانیستې غونډې کې له ځوانانو وغوښتل چې د عوایدو د غلا د مخنیوي لپاره د مالیې له وزارت سره خپلې طرحې شریکې کړي.

ولسمشر غني څرګند ونه ویل چې دا عواید څنګه غلا کیږي او څوک یې غلا کوي. مګر داسې راپورونه شته چې د افغانستان په ځینو کمرګونو کې زورواکان حاکم دي او فساد هم په کې کیږي.

ولسمشر غني ځوانانو ته په خطاب کې زیاته کړه: "هغه ځوان چې فساد کوي، تعصب کوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي او یا واقعاً کفایت د کار نه لري د دې ځوان په مقابل کې باید تاسې ودرېږئ."

جمهور رئیس غني ټینګار وکړ تر هغې چې افغان ځوانان په دې برخه کې ګامونه پورته نه کړي، په دغه هېواد کې تحرک نه رامنځ ته کېږي.

ښاغلي غني په داسې حال کې د افغانستان د سم نیمايي عوایدو د غلا کېدو خبره کوي چې تیر کال په دغه هېواد کې د کروناویروس د وبا له امله د افغانستان په عوایدو کې پام وړکموالی راغی.

د مالیې وزارت په ۱۳۹۹ کې یې د ۲۰۸ میلیارده افغانۍ عوایدو راټولولو هدف ټاکلی و خو د ۱۷۴ میلیارده افغانیو په راټولولو بریالی شو.

وايي د کروناویروس د خپرېدو له کبله عواید کم و. د افغانستان د عوایدو تر نیمایي زیاته برخه د ګمرګونو څخه دي او پاتې نور یې مالیاتي او غیر مالیاتي عواید دي.

XS
SM
MD
LG