د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات د تورغونډۍ بندر څلور چارواکي د فساد په تور نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د فسار په تور د هرات ولایت د تورغونډۍ بندر د څلورو چارواکو د نیولو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغې ۳۰) په یو بیان کې ویلي چې په نیول شویو کسانو کې د تورغونډۍ بندر رئیس، مالي کارپوه، د بیلانس او د عوایدو مدیران شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو د هویت په تړاو ډېر جزئیات نه دي ورکړي.

په بیان کې راغلي: "د هېواد د جمهور رئیس په امر د تورغونډۍ د عوایدو د څرنګوالي په اړه د څیړنو لپاره له وړاندې یو پلاوی هرات لیږل شوی و. د دغه پلاوي موندنې ښيي چې په تیرو څو کلونو کې سلګونه میلیون افغانۍ راټول شوي عواید د دغو کسانو له خوا خوړل شوي دي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د تورغونډۍ د بندر دغه چارواکي د "مالي فساد د اسنادو له مخې" تیره ورځ کابل ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان د ماليې وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د افغانستان لویې څارنوالۍ د مشرانو جرګې درې غړي چې د یو پلاوي په ترکیب کې د حیرتان بندر د عوایدو د څیړلو لپاره بلخ ته تللي وو د۴۰زره ډالره بډو اخیستلو په تور ونیول.

د افغانستان سترې محکمې ویلي چې دغه کسان د اداري فساد له درنو جرمنو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د لومړۍ محکمې له خوا په لس کاله تنفیذي بند باندې محکوم شوي دي.

همداشان د روانې سلواغې میاشتې په لومړیو کې د هرات د ښاروال په ګډون اوه کسه د اداري فساد په تور په درې کاله بند او د ۷۵زره ډالرو نقدي جریمې په ورکولو محکوم شول.

XS
SM
MD
LG