د لاس رسي وړ اتصالات

لویه څارنوالي وايي د اردو ۲۵ پخواني چارواکي په بند محکوم شوي


لویه څارنوالي وايي چې د افغانستان د ملي اردو ۲۵ پخواني لوړپوړي چارواکي د اداري فساد په تور له یو څخه تر ۹ کاله د بند په سزا محکوم شوي دي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د چهارشنبې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولي ۲۶) په یو بیان کې ویلي چې د اردو دغه شمېر منسوبین د اختلاس، جعل کارۍ، له دندې څخه د ناوړه استفادې او د تدارکاتو په پروسه کې د قانون او مقرراتو د نه رعایتولو په تور د اداري فساد د درنو جرمونو سره د مبارزې د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز په لومړنۍ محکمه کې په علني توګه محاکمه شوې دي.

په بیان کې راغلي: "د دغې غونډې قضايي پلاوي پخوانی مادي او تخنیکي مرستیال ډګر جنرال محب‌الله محب په نهو کلونو او د پېرودلو پخوانی رئیس برید جنرال عبدالرحمن غوري په شپږ کلونو او اتو میاشتو تنفیذي بند، له دندې څخه ګوښه کېدو او مسلک څخه د شړلو په سزا محکوم کړي دي".

همداشان دغې محکمې د افغانستان د دفاع وزارت د تړونونو د ترسره کولو پخوانی مدیر ډګروال خواجه محمد اکرم په پنځو کلونو او یوې میاشتې تنفیذي حبس باندې محکوم کړی دی.

په دغې علني محاکمه کې د افغانستان د دفاع وزارت اته پخواني جنرالان، ډګروالان او ډګرمنان هم یو یو کال او یوې میاشتې تنفیذي حبس او د ۵۹۰۰۰ افغانیو نقدو پیسو ورکولو په سزا محکوم شوي دي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي چې د کابل کرسټال شرکت رئيس محب‌الله په شپږ کاله تنفیذي حبس، د یاران اصیل سوداګریز شرکت مرستیال وفي‌الله څه باندې اته کاله تنفیذي حبس او د کابو ۷۶.۵ میلیونه افغانو نقدي جریمې، د اروجنرال شرکت مرستیال محمد نادر په شپږکاله تنفیذي حبس او د کابو ۱۲۹ افغانیو نقدي جریمي او د رونا د البسې د تولید شرکت مرستیال محمد قاهر په اوه کاله تنفیذي حبس او کابو ۶۱ میلیونه افغانیو نقدي جریمې سزا باندې محکوم شوي دي.

لویې څارنوالۍ دغه راز ویلي چې د جنرالانو او ډګروالانو په ګډون د افغانستان د دفاع وزارت ۱۰ جیګپوړي پخواني چارواکي د کافي اسنادو د نشتوالي له امله بري‌الذمه پېژندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG