د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان کوهاټ کې محکمې د یو شمېر افغان کډوالو د کورونو نړولو پرېکړه کړې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې محکمې د افغان کډوالو په یو کمپ کې د ځینو کورونو د خالي کولو او ړنګولو پرېکړه کړې ده.

د کوهاټ د ګمکول په نوم د افغان کډوالو په دغه کمپ کې د اتو کورونو د ړنګولو امر شوی دی. ددې کورونو اوسېدونکي وايي، نږدې څلور لسیزې وړاندې یې دا خټین کورونه جوړ کړي او نه غواړي چې خالي يې کړي.

یو شمېر ځايي اوسېدونکي د هغو ځمکو د ملکیت دعوا کوي چې د حکومت له لورې لسیزې وړاندې د کمپ جوړولو دپاره ځانګړي شوي، او له کډوالو یې غوښتي چې پر دغو ځمکو جوړ شوي کورونه خالي کړي.

په دغو کورونو کې اوسېدونکي افغانان وايي، دوی ته د روانې میاشتې تر پایه مهلت ورکړل شوى دی.

رازګل معروف خېل یو له دغو کډوالو څخه دی. نوموړی وايي: "د ۴۴ کالو نه دلته اباد یو. چې پاکستان ته راغلي یو دغه مو جونګړه ده. زموږ قضیه له څه مودې راهیسې په محکمه کې روانه ده او اوس محکمې زموږ پر ضد پریکړه کړې چې دا ځای خالي کړو."

په دغو اتو کورونو کې شاوخوا ۱۵۰ افغان کډوال اوسېږي. دوی وايي نه پیسې لري او نه د اوسېدو ځای.

افغانه کډواله ښاپیرۍ معروف خېل وايي: "موږ سره پاکستان ښه کړي خو موږ به چیرته ځو؟ موږ سره پیسې نشته، ځای نشته."

د ګمکول کمپ يو اوسېدونکی وايي، دا ځمکه د افغانو کډوالو لپاره ځانګړې شوې وه. دی وايي، که دا کورونه ونړول شي، هره ورځ به یو څه ځمکه ونیول شي او ټول افغانان به له کمپ څخه وشړل شي.

افغان کډوال حاجی نظر وايي، خلک ورته وايي چې کور خالي کړي. نوموړی زیاتوي: "زمونږ لپاره لویه ستونزه راپیدا شوې ده ځکه چې عدالت دغه اتو کورونو ته د ۳۱مې نیټې مهلت ورکړی دی. داسې خو به هر څوک محکمې ته ووايي او دا ځمکې به له افغانانو واخلي."

د ځمکې خاوند نسیم خان امریکا غږ ته ویلي چې دوی ۱۰ کاله وړاندې د ځمکې له پېرلو وروسته دغه کډوالو ته د کورونو د خالي کولو په بدل کې د پیسو وړاندیز کړی و کوم چې دوی نه و منلی او اوس د ځایي محکمې د رسمي امر پر اساس غواړي دغه کورونه ړنګ کړي.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG