د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې کروناویروس؛ درې ورځو کې ۱۹ کسان مړه شوي


د افغانسان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تیرو درې ورځو کې په کروناویروس اخته ۱۹ ناروغان په دغه هېواد کې مړه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په افغنانستان کې د سې‌شنبې په ورځ پنځه، د چهارشنبې په ورځ اته او د پنجشنبې په ورځ شپږ کسان د کروناویروس له امله مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت همداشان ویلي چې په دې موده کې ۱۸۸ تنه په افغانستان کې په کروناویروس اخته شوي هم دي.
په دې سره په افغانستان کې په کروناویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر ۵۶زره او ۵۷۲ کسانو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت د شمیرو په اساس په افغانستان کې د کروناویروس له پیل څخه تراوسه ۲۴۹۵ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي او ۵۱زره ۷۸۸ کسان بېرته ښه شوي دي.

په افغانستان کې د کروناویروس د نوې بڼې پېښې هم ثبت شوي چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس شمیر یې اوو ته رسېږي.

له دې سره هم‌مهاله د کروناویروس ناروغۍ د وقایې او مخنیوي لپاره په افغانستان کې د واکسین د تطبیق هم لړۍ روانه ده چې د افغان حکومت د پلان له مخې په پیل کې روغتیايي کارکوونکي، د امنیتي او دفاعي بنسټونو منسوبین، خبریالان او لوړپوړي حکومتي چارواکي واکسین کېږي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره په ټولې نړۍ کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۲۸میلیونه او ۹۹۲زره کسان په دغه ویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو دوه میلیونه او ۸۱۸زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG