د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې کمې شوي


په افغانستان کې په وروستیو تیرو دوو اونیو کې د کروناویروس د ثبت شویو مثبتو پېښو شمېرې ښيي چې په روانه اونۍ کې د کروناویروس د مثبتو او مشکوکو پېښو شمیر کم شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په روانه یوه اونۍ د کروناویروس ۱۰۰ مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوي خو له هغې وړاندې اونۍ کې دا شمیره ۱۲۰ مثبتو پېښو ته رسېدله.

همداشان په روانه اونۍ کې پنځه تنه د کروناویروس ناروغۍ له امله مړه شوي خو په تیره اونۍ کې د کروناویروس له امله د مړو شمیر شپږ تنه و.

د افغانستان د روغتیا وزارت په روانه اونۍ کې د کروناویروس له ناروغۍ څخه د ۱۰۰ کسانو د بېرته روغېدو خبر ورکړی خو تیره اونۍ ۷۷ کسان له دغې ناروغې روغ شوي و.

د روغتیا وزارت په افغانستان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه ۵۵زره او ۹۴۰ مثبتې پېښې ثبت کړي چې له دې شمېرې ۴۹زره او ۵۶۳ کسان بېرته روغ شوي او دوه زره او ۴۵۴ ناروغان مړه شوي دي.

دغه ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ نورو هېوادونو ته ورسېده.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۱۸ میلیونه او ۱۲۹زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو دوه میلیونه او ۶۲۲زره کسان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG