د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې څه باندې ۴۷زره ملکي کارکوونکو ته د کرونا واکسین شوی


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دولت څه باندې ۴۷زره ملکي کارکوونکو ته د کرونا ویروس واکسینونه شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زي د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۴ (وري پنځمه) امریکا غږ ته وویل په ۳۴ ولایتونو کې لومړی ۴۴زره او ۷۲۷ روغتیايي کارکوونکو او له هغې وروسته دوه زره او ۶۴۲ ښوونکو ته د کروناویروس واکسینونه شوي دي.

ښاغلي علي زیاته کړه چې سربیره په دې څه باندې ۱۲۰۰ د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو ته هم واکسینونه شوي دي.

د افغانستانن د عامې روغتیا وزارت د هغو امنیتي منسوبینو چې د کروناویروس ضد واکسین ورته شوی شمېره په واک کې نه لري خو شاوخوا دوه اونۍ مخکې د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو وویل چې د ملي اردو کابو ۱۱زره منسوبین او څه باندې اته زره او ۶۶۰ پولیس واکسین شوي دي.

په افغانستان کې د کروناویروس د واکسین د تطبیقولو لړۍ یوه میاشت مخکې پیل شوې او په لومړي پړاو کې تاکل شوې چې ۲۵زره کسانو ته واکسین وشي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي شمیرو په اساس په دغه هېواد کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه ۵۴زره او ۲۵۴ کسان د کرونا په ناروغۍ اخته شوي دي، دوه زره او ۴۶۷ ناروغان مړه شوي او کابو ۵۰زره بېرته ښه شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېده.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون معلومات ښيي چې تراوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۲۴میلیونه ۸۹۴زره کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې له دوه میلیونه او ۷۴۵ څخه زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG