د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس ۲۲۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس ۱۲۷۸ مشکوک سمپلونه معاینه شوي چې له دې شمېرې ۲۲۶ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت معلومات ښيي چې په تیرو درېیو ورځو کې په افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې د ۱۴ تر ۲۰ سلنې په نوسان کې دي، خو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دغه کچه ۱۸ سلنه ثبت شوې ده.

د نویو مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د کروناویروس د مثبتو پېښو مجموعي شمیر ۴۵زره او ۷۱۶ ته پورته شوی دی.

د روغتیا وزارت دغه راز په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس له امله د ۹ کسانو د مړینې خبر ورکړی چې ورسره د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۱۷۳۷ ته رسېدلی دی.

خو دغه وزارت ویلي چې په کروناویروس د ټولو اخته شویو کسانو له شمېرې ۳۶زره او ۲۳۲ تنه بېرته ښه شوي دي.

د کروناویرو په لومړي ځل کابو یو کال وړاندې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې نومبر ۲۶ (لیندۍ شپږمه) په نړۍ کې څه باندې ۶۰میلیونه او ۴۲۰زره وګړي په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له یو میلیون او ۴۲۱زرو څخه زیات یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG