د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: کروناویروس به تر اګست پورې ۸۲ زره امریکایان مړه کړي


سپینې ماڼۍ وړاندوینه کړې چې د روان کال د اګست د میاشتې تر لومړیو پورې ښایي د امریکا په متحده ایالاتو کې ۸۲ زره کسان په کروناویروس باندې د اخته کیدو له وجې مړه شي.

سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی که خلک ټولنیز واټن ساتل په جدي توګه عملي نکړي وړاندوینه کیږي چې د اګست د میاشتې تر لومړیو پورې په کووید۱۹ باندې اخته ۸۲ زره کسان ښایي مړه شي چې پدې توګه به لږو روغتونونو او بسترونو ته اړتیا وي.

له دې دمخه د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ اټکل کړی و چې له ۱۰۰ زرو څخه تر ۲۴۰ زرو پورې کسان به په متحده ایالاتو کې په کووید۱۹ باندې د اخته کیدو په وجه مړه شي.

خو روغتیایي او د ساري ناروغیو کارپوهانو ویلي چې د کروناویروس زیږنده کړکیچ کې د حکومت شفافیت اړین دی، خو خبرداری یې ورکړی چې دغه ډول وړاندوینې هیڅکله کره نه وي او باید تر ټولو بد وضعیت هم ته تیار اوسو.

ښاغلي ټرمپ د اپریل میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې دوه راتلونکې اونۍ به په متحده ایالاتو کې تر ټولو سختې اونۍ وي او د هغه په وینا په دغو دوو اونیو کې به په کروناویروس اخته زیات شمیر ناروغان مړه شي.

کروناویروس چې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په وروستیو ورځو کې د چین د هوبي ولایت د ووهان ښار نه پیل شو تر اوسه د نړۍ ۱۸۴ هیوادونو او سیمو ته رسیدلی دی.

د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې د چهارشنبې تر سهاره اپریل ۸ (وري ۲۰) پورې په نړۍ کې نږدې یو نیم میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې ویروس په وجه د مړینو شمیر ۸۳۱۴۹ ته رسیدلی. په نړیواله کچه ددې ویروس نه د جوړ شویو کسانو شمیر ۲۸۱۳۹۶ تنه ذکر شوی دی.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د چهارشنبې تر سهاره پدې ویروس باندې ۳۹۹۹۲۹ کسان اخته شوي او ۱۲۹۱۱ کسان مړه شوي دي. همداشان په متحده ایالاتو کې تر اوسه ۲۲۵۳۹ کسان له درملنې وروسته ښه شوي دي

XS
SM
MD
LG