د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې ولې کرونا کم کسان مړه کړي؟


د کروناویروس جرمني سخت ځپلی او دا هیواد د امریکا د متحده ایالاتو، اسپانیا او ایټالیا وروسته په څلورمه درجه کې راځي. خو ددې ویروس په وجه د مړینو شمیر په کې د نړۍ د اکثرو هیوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو په پرتله ډیر کم دی.

پدې هیواد کې د یکشنبې د ورځې تر غرمې اپریل پنځمې پورې شاوخوا ۹۷۳۵۰ پیښو ته رسیدلی او ددې ویروس کبله د مړینو شمیر یې ۱۴۷۹ تنه دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جرمني د هایدلبرګ ښار د کروناویروس ضد مبارزې په اړه په رپوټ کې د یوې روغتیایي ډلې په هکله چې ځان "کرونا غبرګون" بولي لیکلي دي چې دغه ډله د ښار په تشو کوڅو کې موټر ځغلوي او د کرونا ناروغان چې په ځپلو کورونو کې څلور یا پنځه ورځې بیمار پراته دي معاینه کوي.

دغه روغتیایي ډله د معاینې لپاره د ناروغانو وینه اخلي او د ناروغۍ علامې څاري او هغو ناروغانو ته چې بیماري یې متوسطه هم ده په روغتون کې د بستري کیدو سپارښتنه کوي. پدې توګه په روغتون کې په بستر کیدو سره د ژوندي پاته کیدو چانس ډیر شوی دی.

د هایدلبرګ د پوهنتون د روغتون پوهاند هانس ګیورګ کراوسلیش وایي: "د ناروغۍ د لومړۍ اونۍ په پای کې دا معلومیږي چې تاسې هغه څوک یاست چې کیدای شي سږي مو له کاره ولویږي، او دا هغه وخت دی چې (مرض) بد حالت غوره کوي. "

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې جرمني د څه دپاسه ۹۷ زره کروناویروس مثبتو پیښو په لرلو سره د امریکا، ایټالیا او اسپانیا وروسته تر ټولو نورو هیوادونه زیاتې پیښې لري. خو د ۱۴۷۹ مړینو په لرلو د جرمني د مړینو کچه ۱.۵ فیصده ده، پداسې حال کې چې په ایټالیا کې دا شمیره ۱۲.۳ فیصده، په اسپانیا، فرانسې او بریتانیا کې شاوخوا ۱۰ فیصده، په چین کې ۴ فیصده او په متحده ایالاتو کې ۲.۸ فیصده ده.

د کارپوهانو په اند دغه توپیر څو علتونه لري، یو یې د شمیرو ګډوډي او بل تفاوت دا چې یو هیواد څومره دغه وبا جدي ګڼي.

پروفیسور کراوسلیش وایي، په جرمني کې ناروغ کسان اکثر په استرالیا او ایټالیا کې د سکې ورزش کولو پر وخت په کرونا اخته شوي چې اکثر یې ځوانان دي. هغه همداشان وایي په جرمني کې د مړینو د کمې کچې بل دلیل دادی چې جرمني د نورو هیوادونو په پرتله زیات شمیر خلک معاینه کوي. دا کار ددې سبب کیږي چې ډیر کسان د معاینې پر وخت د ناروغۍ کم علایم ولري او یا هم هیڅ نښې نښانې ونلري چې پدې توګه د ثبت شویو پیښو شمیر زیاتیږي، خو د مړینو کچه نه، چې دا کار په اتوماتیکه توګه د کاغذ پرمخ د مړینو کچه راټیټوي.

د ناروغۍ معاینه یا ازموینه

د جنورۍ د میاشتې په منځ کې دمخه تر دې چې کروناویروس ډیر خلک ونیسي د برلین چاریټي روغتون لا دمخه یو ټیست یا د معاینې میتود برابر کړی و او د هغې فورمول یې آنلاین خپور کړی و. خو کله چې په فبرورۍ میاست کې جرمني د کووید۱۹خپله لومړنۍ پیښه ثبت کړه په ټول هیواد کې لابراتوارونو د ازموینو بستې یا کیټونه جوړ کړل.

د برلین د چاریټی روغتون ډاکتر کریستیان دروستن وایي: "ددې دلیل چې مونږ په جرمني کې د کروناویروس اخته کسانو د شمیر په پرتله کمې مړینې لرو تر ډیره ددې حقیقت ښکارندوی دی چې مونږ خورا زیاتې لابراتواري تشخیص کوو."

همداشان جرمني د جنوبي کوریا د تجربې نه په استفادې د پراخو معایناتو ستراتیژي پرمخ بیولې او پراخ معاینات کوي. د امریکا په ګډون په اکثرو هیوادونو کې معاینات یواځې ناروغو کسان ته محدود شوي دي او کیدای شي یو کس له ټیست کیدو نه ډډه وکړي.

د جرمني د عامه روغتیا سیستم

د وبا د خپریدو سره سم د جرمني په ګوټ ګوټ کې روغتونو تیاری ونیوه او خپل بسترونه او روغتیایي کارکوونکي یې زیات کړل. د جنورۍ په میاشت کې جرمني د شدید مراقبت لپاره ۲۸۰۰۰ بسترې درلودې. اوس په جرمني کې د شدید یا سخت مراقبت ۴۰۰۰۰ بسترې لري.

د پراخو ازموینو او د روغتیایي سیستم د تیاري وراخوا زیات شمیر خلک د صدراعظمې انګلا مرکل مشرتابه ددغې افت د مړینو د ټیټې کچې عامل ګڼي.

XS
SM
MD
LG