د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس په ټاټوبي ووهان کې ګرځبندیز پای ته ورسید 


په ووهان کې د ګرځبندیز د پای ته رسیدو خوښي
په ووهان کې د ګرځبندیز د پای ته رسیدو خوښي

د چین د مرکزي ولایت هوبي د ووهان ښار چې د کروناویروس په کې د لومړي ځل لپاره رامنځ ته شو د ۷۶ ورځو ګرځبندیز وروسته یې نن د چهارشنبې په ورځ اپریل اتمه خلکو ته اجازه ورکړه چې بهر ته ووځي.

چین د ووهان ښار چې ۱۱ میلیونه نفوس لري، د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د جنورۍ د میاشتې په ۲۳ وتړه.

د رپوټونو له مخې ددې ښار د ریل ګاډي د ادارې مقاماتو ویلي چې نن چهارشنبه شاوخوا ۵۵ زره خلکو ټکټونه اخیستي چې له ووهان نه ووځي.

د ووهان ښار چې د کروناویروس مرکز بلل کیږي د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې په کې ۸۲۸۰۹ کسان پدې ویروس اخته شوي او ۳۲۱۳ کسان مړه شوي دي. د چین د رسمي شمیرو له مخې یواځې په ووهان کې ۲۵۷۱ کسان مړه شوي دي چې په ټول چین کې د مړینو ۸۰ فیصده کیږي.

پداسې حال کې چې پدې ښار کې لا هم د ویروس د بیا ټوکیدو په اړه اندیښنې شته، روغتیایي مقاماتو د ښار له اوسیدونکو غوښتي چې د خپلو شاوخوا سیمو څخه ونه وځي.

د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې د چهارشنبې تر سهاره اپریل ۸ (وري ۲۰) پورې په نړۍ کې نږدې یو نیم میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې ویروس په وجه د مړینو شمیر ۸۳۱۴۹ ته رسیدلی. په نړیواله کچه ددې ویروس نه د جوړ شویو کسانو شمیر ۲۸۱۳۹۶ تنه ذکر شوی دی.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د چهارشنبې تر سهاره پدې ویروس باندې ۳۹۹۹۲۹ کسان اخته شوي او ۱۲۹۱۱ کسان مړه شوي دي. همداشان په متحده ایالاتو کې تر اوسه ۲۲۵۳۹ کسان له درملنې وروسته ښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG