د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: افغانستان کې یوه میاشت کې د کرونا پیښې ۲۴۰۰فیصده زیاتې شوي


د سره صلیب او د سرې میاشتو د ټولنو نړیوال فدراسیون ویلي چې په افغانستان کې په تیره میاشت کې د کروناویروس مثبتې پیښې ۲۴۰۰فیصده زیاتې شوي چې له کنترول څځه وتلي دي.

دغو ټولنو د پنجشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) اعلان وکړ چې تیره اونۍ د کروناویروس د پیښو د ازموینو له دریو څخه یوه یې مثبته تشخیص شوې او روغتونونه د اکسیجن او بسترونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د افغانستان د سرې میاشتې د ریاست سرپرستې نیلاب مبارز، په یوې وینا کې وویل: "افغانستان د کروناویروس د ناروغۍ په وړاندې په مبارزه کې د کړکیچ حد ته رسیدلی، ځکه د کابل او نورو سیمو په روغتونونو کې بسترونه په بشپړه توګه ډک دي."

د کروناویروس دغه نوې څپې پداسې حال کې په دې هیواد باندې یو نوی فشار راوړی چې په میلیونونه کسان له پخوا څخه په فقر او نیستۍ کې ژوند کوي او روغتیایي منابعو ته ډیر لږ لاسرسی لري.

د افغانستان د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) وویل چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې ۱۰۱کسان په کروناویروس مړه شوي او ۲۳۱۳ تنه پدې ویروس اخته شوي دي.

خو مقامات او کارپوهان وایي د ازموینو د کمښت په وجه ددې ناروغۍ واقعي شمیرې له دې څخه څو ځلې لوړې دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان مات روغتیایي سیستم د څو لسیزو جګړو او په ځانګړې ټوګه د وروستيو تاوتریخوالو په نتیجه کې نور هم ځپل شوی او سترو روغتونونو په روانه اونۍ کې د بسترو او اکسیجن د کمښت له وجې خپلې دروازې د نویو ناروغانو په مخ تړلې دي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه خبرداری ورکوي چې اکسیجن ته نه لاسرسی او د هغه د موندلو په اړه تردید وضعیت نور هم خرابوي. تر اوسه د افغانستان د نفوس ۰.۵ سلنه برخه واکسین شوي دي.

په افغانستان کې د سره صلیب د هیات رئیس نسیفور مګندي وایي چې د افغاستان له مقاماتو سره یوځای هڅه کوي زیاتې منابع برابرې او د اکسیجن تولید زیات کړي.

هغه وایي: "ددې ویروس په وړاندې د بریالیتوب لپاره زیات نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده، چې وکړای شو په زرګونو کسان وژغوروو."

XS
SM
MD
LG