د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۱۵ تنه کرونا نیولي، یو ناروغ مړ شوی


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶۱۹۲ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶۱۹۲ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۵ مثبتو پېښو د ثبتېدو او د یوه کس د مړه کېدو خبر کړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه مارچ ۲۳(وري ۳) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۰۳۳ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۵ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶۱۹۲ ته پورته شو.

په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د یو تن د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې اساس د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۶۶ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۹ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۹۷۵۲ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG