د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا تازه ۲۵ مثبتې پیښې ثبت شوي


د افغانستان د عامي روغتیا وزارت رسمي معلومات ښيي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې د کروناویروس ۲۰۱۷ مشکوک سمپلونه ارزول شوي چې له دې شمیرې ۲۵ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د ټولو مثبتو ثبت شویو پېښو شمیر ۵۶ زره او ۶۹ ته پورته شوې دي.

د روغتیا وزارت دغه راز ویلي چې په دې موده کې ۱۲۸ ناروغان بېرته روغ شوي چې ورسره د ټولو روغو شویو کسانو شمیر ۴۹زره او ۶۶۴ ته رسېدلی دی.

همدا شان دغه وزارت ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس له امله کوم ناروغ نه دی مړ شوی، خو د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه د ټولو مړو شویو ناروغانو شمیر دوه زره او ۴۶۲ ته رسېږي.

د روغتیا وزارت دغه راز ویلي چې په کابل او ولایتونو کې د کروناویروس د ناروغۍ د مخنیوي لپاره تراوسه ۴۶زره او ۲۶۲ امنیتي او دفاعي منسوبین، روغتیايي کارکوونکي، ښوونکي او خبریالان واکسین شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېد.

د امریکا د جان هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۲۱ میلیونه او ۲۵۶ کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمیرې کابو دوه میلیونه او ۶۸۲ ناروغان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG