د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: واکسین ښایي د اومیکرون ویروس مقابل کې ډېر ګټور نه وي


د روغتیا نړیوال سازمان وایي، لومړنیو موندنو ښودلي چې د کروناویروس ضد واکسینونه ښایي د اومیکرون په نامه د کرونا وبا د نوې خوځنده بڼې په وړاندې لږه ګټه ولري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د موندنو په اساس چې د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) خپرې شوې په اومیکرون باندې اخته کسان په دغه ویروس باندې د بیا اخته کیدو د لوړ خطر سره مخامخ دي.

خو ددې سازمان د متخصصینو په وینا زیاتو اطلاعاتو ته اړتیا ده چې په کلي توکه دا درک شي چې ایا اومیکرون د هغه معافیت په وړاندې مقاومت کولای شي چې د واکسین او یا په کروناویروس باندې د مخکني اخته کیدو په وجه رامنځته کیږي.

دغو موندنو ته په اشارې د روغتیا د نړیوال سازمان مسولینو ویلي چې د اومیکرون په هکله اندیښنې "ډیرې زیاتې" دي.

د نړۍ په زیاتو سیمو کې د اومیکرون په خپریدو سره په روانه اونۍ کې د لومړۍ ځل لپاره د کروناویروس د دلتا بڼه چې په څو تیرو میاشتو کې په ټوله نړۍ کې ددغې ناروغۍ د څه دپاسه ۹۹ فیصده پیښو د رامنځته کیدو عامل و په ډیره لږه کچه راټیټه شوې ده.

کروناویروس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې خپور او په بیړه ټولې نړۍ ته وغځید. د امریکا د جانس هاپکینز پوخنتون د شمیرو له مخې د چهارشنبې تر ورځې ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) په ټوله نؤۍ کې نژدې ۲۷۲ میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي چې ددې جملې څخه څه دپاسه ۵.۳ میلیون کسان ددې ناروغۍ په وجه مړه شوي دي.

متحده ایالات د کروناویروس د ۵۰.۲ میلیون پیښو په لرلو او د څه دپاسه ۸۰۰ زرو کسانو په مړینې سره په نړۍ کې تر ټولو زیات کروناویروس ځپلی دی.

XS
SM
MD
LG