د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې کروناویروس پیښې له ۲۱میلیون واوښتې


په هند کې د کروناویروس وبا له ښارونو وروسته کلیو ته هم پراخه شوې او د پنجشنبې په ورځ مۍ ۶ (غوایي ۱۶) پدې هیواد کې د کوویډ۱۹نوې پیښې او مړینې د ریکارډ کچې ته اوچتې شوي دي.

د هند د روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ساعتونو کې پدې هیواد کې د ریکارډ په کچه د ۴۱۲۲۶۲نویو پیښو او ددې وجې د ریکارډ په کچه د ۳۹۸۰مړینو رپوټ ورکړی دی.

پدې توګه اوس په هند کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر له ۲۱میلیون او ددې وجې د مړینو شمیر ۲۳۰۱۶۸تنو ته ورسید.

پداسې حال کې چې په هند کې د کروناویروس د نویو پیښو په زیاتیدو سره روغتونونه د اکسجن او بسترونو له کمښت سره مخامخ دي، د روغتیا نړیوال سازمان په خپل اوونیز رپوټ کې ویلي دي چې په تیره اونۍ کې د ټولې نړۍ په کچه د کروناویروس د پیښو نیمایي یې په هند کې رامنځ ته شوي دي.

د هند د روغتیایي چارو کارپوهان وایي پدې هیواد کې د کروناویروس د پیښو ریښتینې شمیره ښایي د رسمي شمیرو په پرتله له پنځو څخه تر ۱۰چنده زیاته وي.

د هند د نورو ښارونو په پرتله پلازمینه نوی ډهلی ډیر ځپل شوی دی، خو په کلیو او بانډو کې چې د هند د ۱.۳میلیارډ نفوس نژدې ۷۰سلنه وګړي په کې ژوند کوي د روغتیایي امکاناتو محدودیت پراخې ننګونې رامنځ ته کړي دي.

د رویترز اژانس وایي پدې وروستیو اونیو کې په هند کې د مذهبي جشنونو او سیاسي لاریونونو په نتیجه کې په لسګونو زره کسان په دغه ویروس اخته شوي او په همدې خاطر د هند صدراعظم نریندرا مودي له پراخو نیوکو سره مخامخ دی چې د کرونا وبا د دوهمې څپې د مخنیوي لپاره یې چټک غبرګون ندی ښودلی.

د هند څو ایالتونو د کروناویروس د مخنیوي په مقصد ټولنیز محدودیتونه لګولي دي، خو فدرالي حکومت په ټول هیواد کې د قرنطین له پلي کولو څخه ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG