د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا طوفان؛ هند د آی پي ال لوبې وځنډولې


آی پي ال په نړۍ کې د کرکټ‌ لوی تجارتي لیګ بلل کیږي
آی پي ال په نړۍ کې د کرکټ‌ لوی تجارتي لیګ بلل کیږي

د هند کرکټ بورډ نن سه شنبه مۍ څلورمه (غوايي۱۴) اعلان وکړ چې د کرونا ویروس له کبله یې د آی پي ال «انډیا پریمیر لیګ» ټولې لوبې تر نامعلومې مودې پورې وځنډولې.

په هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۰ میلیون ته ورسېده چې نیمايي پېښې یې په تېرو څلورو میاشتو ثبتې شوې دي.

د آی پي ال ادارې په یوې اعلامیې کې ویل شوي ‌دي «حالات ډېر سخت دي، په ځانګړي ډول په هند کې. موږ غوښتل چې مثبت کار وکړو او خلکو ته خوشحالي وبخښو، خو دا ټورنمنټ اوس وځنډول شو او هر څوک به خپلو کورنیو او عزیزانو ته ستانه شي.»

د لیګ د ځنډولو پرېکړه له هغې وروسته وشوه چې یو شمېر لوبغاړي او د لوبډلو اداري مسولین د کرونا په ویروس اخته شول.

تېره ورځ د کلکتې او بنګلور لوبډلو ترمنځ لوبه له هغه وروسته وځنډول شوه چې د ځینو لوبغاړو او مسولینو د کرونا معایناتو نتیجه مثبته راووتله.

آی پي ال په نړۍ او په خاص ډول په هند کې د کرکټ یو لوی تجارتي لیګ دی چې میلیونونه ډالر پانګونه په کې کیږي او ستر تجارتي‌ شرکتونه او ځینې سینمايي ستوري یې د لوبډلو مالکان دي.

په دغه لیګ کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم لوبیږي.

هند کې د کرونا ویروس «طوفان»

په همدې حال کې د هند د حکومت د اپوزیسون ډلې غوښتنه کړې ده چې ټول هېواد دې قرنطین شي چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هند کې ۳۵۷۲۲۹ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي‌ دي او ۳۴۴۹ نور کسان مړه شوي‌ دي.

د رسمي ‌شمېرو له مخې تر دې دمه د کرونا ویروس له کبله په ټول هند کې ۲۲۲۴۰۸ کسان مړه شوي‌او شاوخوا شل میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

څو ورځې مخکې د هند صدراعظم نریندرا مودي‌ دا حالت یو «طوفان» وباله.

کارپوهان وايي‌ شاید اصلي‌ شمېرې تر رسمي‌ شمېرو لس برابره زیاتې وي.

په پارلمان کې د اپوزیسون ډلې مشر ګاندي وویل چې د کرونا ویروس د مخنیوي یوازینۍ لار دا ده چې ټول هېواد قرنطین شي.

د هند حکومت د اقتصادي‌ ستونزو له کبله د ټول هېواد قرنطین کولو ته زړه نه ښه کوي.

XS
SM
MD
LG