د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا له کبله نړۍ کې د مړو شمېر تر ۱۵۴زرو واوښت


امریکا د کرونا له کبله په نړۍ کې تر ټولو ډېر تلفات لري
امریکا د کرونا له کبله په نړۍ کې تر ټولو ډېر تلفات لري

تر دې دمه د نړۍ په شاوخوا ۱۸۵هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۲.۲۵میلیون انسانان د کرونا په ویروس اخته دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون لخوا وړاندې شوې شمیرې ښیي چې د کرونا ویروس په ټولې نړۍ کې د شنبې تر سهار اپریل ۱۸(وري۳۰) پورې، شاوخوا ۱۵۴۷۰۰کسان مړه کړي.

تر ټولو ډېر کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې مړه شوي‌ چې شمېر یې تر ۳۷۰۰۰زیات دی.

یوازې د امریکا په نیویارک کې څه باندې ۱۴۰۰۰کسان مړه شوي دي. امریکا دا مهال د کروناویروس له کبله تر ټولو ډېر تلفات لري.

په ایټالیا کې له پرون راهېسې څه باندې ۵۷۰ تنه مړه شوي او په دغه هېواد کې د کروناویروس له کبله د مړو شمېر ۲۲۷۴۵ ته رسیدلی.

هسپانیا کې هم د مړو شمېر تر۲۰۰۰ اووښتی دی. له تېرې ورځې راهېسې دلته څه باندې ۸۶۰ کسان مړه شوي دي.

په ترتیب سره فرانسه او برتانیا بیا تر نورو هېوادونو ډېر تلفات لري چې ۱۸۷۰۳او ۱۴۶۰۷ته رسیږي.

د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو او سیمه کې ایران تر ټولو ډېر تلفات لري‌ چې شمېر یې تر ۵۳۰۰ اوښتی دی.

چین چې د دغه ویروس د زېږېدو ځای دی وايي‌ چې ۴۶۳۶ کسان په کې مړه شوي دي، خو راپورونه وايي ښايي هلته ډېر کسان مړه شوي.

په افغانستان کې هم د کرونا له کبله د مړو شمېر ۳۳ ته رسېدلی دی.

تر دې دمه څه باندې ۵۷۵۰۰۰ کسان چې په دغه ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹کې د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

XS
SM
MD
LG