د لاس رسي وړ اتصالات

هغه لس هېوادونه چې کروناویروس په کې ډېر کسان مړه کړي


کرونا تر ټولو ډېر کسان په امریکا او ایټایا کې مړه کړي
کرونا تر ټولو ډېر کسان په امریکا او ایټایا کې مړه کړي

د کرونا ویروس د نړۍ په شاوخوا ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې خپور دی چې تر دې دمه پرې څه باندې ۲.۱ میلیون انسانان اخته دي.

په امریکا کې د جانز هاپکنز پوهنتون وايي چې دغه ویروس د امریکا په وخت د جمعې د ورځې اپریل ۱۷(وري۲۷) تر سهار پورې په ټولې نړۍ کې څه باندې ۱۴۶زره کسان مړه کړي دي چې امریکا ټر ټولو ډېر تلفات لري.

کرونا په امریکا کې ۳۳۲۸۶ کسان مړه کړي‌ او څه باندې ۶۷۰زره نور پرې اخته دي. تر ټولو ډېر کسان په نیویارک کې مړه شوي چې شمېر یې ۱۱۴۷۷ ته رسیږي.

د امریکا متحده ایالتونه دا مهال په نړۍ کې د کرونا ویروس مرکز بلل کیږي
د امریکا متحده ایالتونه دا مهال په نړۍ کې د کرونا ویروس مرکز بلل کیږي

له امریکا وروسته ایټالیا دویم هېواد دی چې د کرونا له کبله په کې تر دې دمه ۲۲۱۷۰ تنه مړه شوي او نژدې ۱۶۹زره نور پرې اخته دي. امریکا په نړۍ او ایټالیا په اروپا کې دا مهال دکرونا ویروس مرکزونه بلل کیږي.

په هسپانیا کې بیا د کرونا له کبله ۱۹۱۳۵ تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۸۵زره نور پرې ککړ دي.

فرانسه په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې کرونا په کې ډېر ۱۷۹۴۱ کسان مړه کړي او ۱۴۷زره نور پرې اخته دي.

په برتانیا کې هم د کرونا تلفات ورځ په ورځ زیاتیږي. دغلته یې تر دې دمه ۱۳۷۵۹ کسان مړه کړي او څه باندې ۱۰۴زره نور پرې اخته دي. د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن هم په دغه ویروس اخته دی او اوس کور کې دی.

ایټالیا د نړۍ دویم هېواد دی چې کرونا په کې ډېر مړه کړي
ایټالیا د نړۍ دویم هېواد دی چې کرونا په کې ډېر مړه کړي

بلجیم کې بیا ۵۱۶۳ کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۶زره نور پرې اخته دي.

ایران د نړۍ اوم هېواد دی چې کرونا په کې تر دې دمه ۴۸۶۹ کسان مړه کړي او نژدې ۸۸زره نور پرې اخته دي. ایران د کرونا له کبله تر دې دمه په سیمه کې تر ټولو ډېر تلفات لري.

چین چې دغه ویروس په کې په لومړي ځل خپور شو وايي چې د کرونا له کبله په کې ۴۶۳۶ کسان مړه شوي ‌او تر ۸۳زره نور پرې اخته دي. خو راپورونه وايي‌ چې ښايي په چین کې تر هغه زیات کسان مړه شوي‌ وو چې حکومت یې اعلانوي.

په جرمني کې بیا شاوخوا ۴۱۰۰ تنه مړي‌ شوي ‌او څه باندې ۱۳۸زره نور پرې اخته دي.

تر دې دمه څه باندې ۵۵۰زره کسان چې په کرونا اخته وو بېرته ښه شوي دي
تر دې دمه څه باندې ۵۵۰زره کسان چې په کرونا اخته وو بېرته ښه شوي دي

او هالنډ تر دې دمه په نړۍ کې لسم هېواد کې چې کرونا په کې تر نورو ډېر۳۳۲۷ کسان مړه کړي دي‌. دغلته څه باندې ۲۹زره نور کسان په دغه ویروس اخته دي.

دا معلومات شېبه په شېبه او ورځ په ورځ بدلېدونکي دي. د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شوی.

د جانز هاپکنز پوهنتون وايي څه باندې ۵۶۰زره کسان چې پ کرونا اخته وو، بېرته رغېدلي او ښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG