د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا تر دې دمه افغانستان کې ۳۳ تنه مړه کړي، ۹۳۳ پرې اخته دي


په کابل ښار کې د کروناویروس ضد درملو شیندل
په کابل ښار کې د کروناویروس ضد درملو شیندل

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۲۷ تنه نور هم د کرونا په ویروس اخته شوي‌ دي.

وزارت وایي د کرونا ویروس د ۳۰۸ مشکوکو سمپلونو له معایناتو وروسته د ۲۷ کسانو نتیجه مثبته وه.

د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز نن شنبه اپرېل۱۸(وري۳۰) په دارلامان ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په دغو کسانو کې یې ۱۲ په کابل، اوه پکتیا، څلور لوګر، دوه هرات او یو ـ یو په بامیان او دایکندي ولایتونو کې دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۳۳ ته ورسېد.

خو ښاغلي فیروز دا هم وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس اخته ۱۳ تنه بیرته روغ شوي چې اووه یې په کابل، دوه په هرات، دوه په بامیان او دوه نور یې سمنګان دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر دا مهاله شاوخوا ۳۳ ته ورسېده.

د روغتیا وزارت وايي چې د کرونا ویروس له امله د روغ شوو کسانو فیصدي ۱۲ سلنې او د مړه وو کسانو فیصدي ۳.۲ سلنې ته رسېږي.

تر دا مهاله کرونا ویروس د افغانستان ۳۰ ولایتونو ته غځېدلی چې تر ټولو زیات ۳۲۴ زیات کسان په هرات، ۲۸۴په کابل او۱۰۸ نور کسان په کندهار کې په دغه ویروس اخته دي.

دارالامان

ښاغلي فیروز وویل چې په پام کې ده دارلامان ماڼۍ هم د کرونا ویروس د تجرید په مرکز بدله شي.

هغه وویل دارلامان ماڼۍ چې شااوخوا ۳۰۰ بستره به ولري د هغو ناروغانو لپاره به کارول کیږي چې د کرونا ویروس کمې نښې ولري.

ولسمشر غني هم تر دې مخکې ویلي و که اړتیا پیدا شي دارلامان ماڼۍ به د کرونا ویروس ناروغانو درملنې لپاره ځانګړې کړي.

د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز یو ځل بیا له خلکو څخه وغوښتل چې له دغه ویروس څخه د خوندي پاتي کېدو په خاطر په خپلو کورنو کې پاتې شي او په دې اړه د روغتیا وزارت وقایوي لارښوونې عملي کړي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر سهار اپریل۱۸ (وري۱۵۴۲۵۴) پورې ۵۳۹۷۰ کسان مړه کړي او تردوو میلیونو زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG