د لاس رسي وړ اتصالات

هند د نړۍ د کروناویروس ضد واکسین زیاته برخه تولیدوي 


هند چې په نړۍ کې د واکسین ستر تولیدونکی هیواد دی غواړي د درملو د صنعت او خپلو شریکانو د کروناویروس ضد واکسین په تولید کې ستر رول ولوبوي.

هند چې په نړۍ کې د ټولو خرڅ شویو واکسینونو څه دپاسه ۶۰ فیصده تولیدوي، د کوم هیواد څخه د پیرولو له قطعي غوښتنې پرته یې د کروناویروس ضد واکسین په برخه کې پانګونې چټکې کړې دي.

ټاکل شوې چې هندي درمل جوړوونکي شرکتونه اته واکسینونه په ارزانه بیه تولید کړي چې د کوویډ۱۹ سره د مبارزې لپاره طرحه شوي دي. ددې جملې کیدای شي د استرازنیکا کوویشیلد یاد شي چې تولیدونکو پرې "واکسین د نړۍ لپاره دلته" نوم ایښودی دی.

په هند کې د استرالیا سفیر باري اوفیریل، چې د دپلوماتانو له ډلې سره یې په هند کې د واکسین د تولیدولو د ۴۰ میلیارد ډالرو د صنعت لیدنه کوله، وویل: "زیات شمیر واکسینونه د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې تولیدیږي، خو یواځې یو هیواد دی چې د هر هیواد د اوسیدونکو د غوښتنو د پوره کولو لپاره د پوره اندازې تولید ظرفیت لري او هغه هند دی."

د هند د سیروم انستیتوت چې په نړۍ کې د واکسین د تولید ستر تولیدونکی دی د استرازنیکا د شرکت څه دپاسه ۵۰ میلیون دوز واکسین یې تولید کړی دی او د هندي او بریتانوي مقاماتو له لورې د هغې بېړنۍ استفادې لپاره جواز ته انتظار باسي.

دغه انستیتوت نیت لري چې د راتلونکي کال تر جولای پورې د استرازنیکا د واکسین ۴۰۰ میلیون او په کال کې یو میلیارد دوز واکسین تولید کړي.

خو هند د ۱.۳ میلیارد نفوس په درلودلو سره د خپل تولید کړي واکسین زیاته برخه لږ تر لږه په پیل کې ښایي د خپلو داخلي مصارفو لپاره ځانګړې کړي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې تر سهاره دسمبر ۱۰ (لیندۍ ۲۰) پورې نژدې نهه میلیونه او اته سوه زره کسان په هند کې په کرونا اخته شوي چې ددې جملې نه ۱۴۱ زره کسان ددې ناروغۍ په وجه مړه شوي دي.

ټاکل شوې چې د هند صدراعظم نرندرا مودي به ددې هیواد د واکسین اړتیا په ډاګه کړي. ښاغلي مودي ویلي دي چې "د ټولو هیوادونو سره همکارۍ ته ژمن دي چې د اړوند واکسین په لټه کې دي".

د بهارت بیوتک شرکت چې د هند د حکومت سره په مشارکت یې د کروناویروس ضد واکسین تولید کړی ددې شرکت د واکسین د بېړني تائید غوښتنه کړې او د جنوبي امریکا، اسیا او ختیځې اروپا د څه دپاسه ۱۰ هیوادونو سره د مذاکرې په حال کې دی چې خپل محصول وپلوري.

په همدې ترڅ کې روسیې د هندي شرکتونو سره قرارداد کړی چې دغه هیواد لپاره په کال کې د روسیې سپوتنیک-وي واکسین ۱۰۰ میلیون دوز تولید او صادر کړي.

دا پداسې حال کې دي چې په روسیه او بریتانیا کې د واکسین د تطبیق بهیر پیل شوی ده او ټاکل شوې چې د امریکا په متحده ایالاتو کې هم نن روغتیایي مقامات د فایزر شرکت د واکسین د تائید لپاره غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG