د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کرونا ویروس ضد لومړی واکسین ازمايي


د روغتیا چارواکي وايي ۱۸ میاشتې وخت نیسي‌چې د کرونا ضد واکسین جوړ شي
د روغتیا چارواکي وايي ۱۸ میاشتې وخت نیسي‌چې د کرونا ضد واکسین جوړ شي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه مارچ ۱۶(کب ۲۶) د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کروناویروس ضد واکسین وازمایل شي.

یو امریکایي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپورونو کې خپور شي وویل چې دا واکسین به د ملي روغتیا د انستیتوت په مالي ملاتړ د امریکا د واشنګټن ایالت د سیاتل د روغتیا په تحقیقاتي انستیتوت کې وازمایل شي.

دا واکسین به په ۴۵ رضاکاره ځوانانو باندې ازمایل کیږي. دا ځوانان د کرونا په ویروس اخته نه دي‌ او نه به د دغه واکسین په تطبیق سره په دغه ویروس اخته کیږي.

په امتحاني ډول د دغه واکسین د تطبیقولو هدف دا دی چې جانبي اغیز او عوارض یې ولیدل شي چې بیا اصلي تطبیق ته یې لار پرانیستل شي.

د روغتیا چارواکي وايي چې شاوخوا ۱۸ میاشتې وخت اخلي چې د کروناویروس ضد پوره واکسین جوړ شي.

د کروناویروس د خپرېدو له ورځې راهېسې په نړۍ کې بېلابېلې صحي او حکومتي ادارې هلې ځلې کوي چې د دغه ویروس ضد واکسین جوړ کړي.

د کروناویروس چې په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین ووهان ایالت کې خپور شو، دا مهال د نړۍ په شاوخوا ۱۳۹ هېوادونو ته پراخ شوی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې د کروناویروس تر دوشنبې (مارچ۱۶) پورې ۶۵۲۵ کسان مړه کړي او ۱۷۱۴۰۳ نور پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG