د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په ګوادر کې د چین د لومړي تجارتي کاروان هرکلی وکړ


چین پدې هیله دی که د ګوادر بندر له لارې منځني ختیځ او مرکزي آسیا ته تجارتي لار پیدا کړي.
چین پدې هیله دی که د ګوادر بندر له لارې منځني ختیځ او مرکزي آسیا ته تجارتي لار پیدا کړي.

د پاکستان صدراعظم او د اردو مشر د یکشنبې (نومبر۱۳) د ګوادر په نوي رغول شوي بندر کې د چینایي توکو یو لوی تجارتي کاروان هرکلي ته ورغلي وو. دا کاروان د هغه تجارت برخه ده چې د چین له لویدیځه د عرب بحیرې ترمنځ به دوام پیدا کړي.

د پاکستان په جنوب لویدیځ ایالت د بلوچستان په ژورو اوبو کې دا بندر د چین او پاکستان ترمنځ د ۴۶ میلیارده ډالرو په ارزښت د اقتصادي کوریدور یا (سي.پي.ي.سي) لپاره ځکه حیاتي ګڼل کیږي چې سرکونه او د انرژۍ پروژې هم پکې شاملې دي.

صدراعظم شریف او د اردومشر جنرال شریف دواړه هرکلي ته ورغلي وو
صدراعظم شریف او د اردومشر جنرال شریف دواړه هرکلي ته ورغلي وو

صدراعظم نوازشریف د هرکلي په مراسمو کې وویل چې پاکستان د اسیا د ودې په درې ضلعو منځ کې واقع دی، جنوبي آسیا، چین او مرکزي آسیا.

هغه وویل د سي.پي.اي.سي دا پروژه به یادې سیمې په اقتصادي زون بدلې کړي او د سیمې خلکو او د ټولنې ډیرو پانګه والو لپاره به لوی فرصتونه مساعد کړي.

د ګوادر په بندر کې د یکشنبې ورځې پدې مراسمو کې د پاکستان د اردو مشر جنرال راحیل شریف هم ګډون کړې و. ددی بندر له لارې، تردی مخکې چې د چین له سینانګ له ایالت نه د نورو تجارتي اموالو اصلي دروازه شي، تر ډیره هیله داده کیږي چې راتلونکی کال به اکثره ساختماني مواد تری وارد شي.

دا مراسم یوه ورځ وروسته له هغې پیښې کیږي چې د همدې بلوچستان ایالت په بله سیمه کې په یوه زیارت کې د بمي چاودنې له امله لږترلږه ۵۲ کسان ووژل شوو او د داعش ډلې یي مسؤلیت واخیستو.

بلوچستان د قومي بنسټپالو د وسله وال مقاومت یو مرکز ګڼل کیږي او ترڅنګ یي د مذهبي فرقوي شخړو سیمه چې د لشکر جنګوي په شان وسله والې ډلې پکې شاملې دي. تردی مخکی ویل شوي وو چې دا ډله په منځني ختیځ کې د داعش د ډلې له مشرتابه سره همکاري لري.

پاکستان د سي.پي.اي.سي د پروژې د خوندیتوب لپاره یوه خاصه نظامي قطعه ځانګړې کړې ده. صدراعظم شریف د یکشنبې په ورځ په زیارت د برید له امله قربانیانو سره غم شریکي وکړه او څرګنده یي کړه چې په زیارت باندې بریدونه به يي هیڅ ډول پروګرامونه په شا نکړي.

دا بندر د چین او پاکستان ترمنځ د ۴۶ میلیارده ډالرو په ارزښت ګڼل شوی دی
دا بندر د چین او پاکستان ترمنځ د ۴۶ میلیارده ډالرو په ارزښت ګڼل شوی دی

هغه وویل د غمشریکۍ په خوا کې غواړي دا ټینګار وکړي چې دا ډول وحشیانه بریدونه به د هغه د حکومت هغه أراده کمزورې نکړي چې غواړي د پاکستان نه د هرډول سخت دریځۍ او تروریزم ریښې وباسي.

XS
SM
MD
LG