د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کندهار کې یوه راډیو بنده کړې او درې کار کوونکي یې نیولي


د ملت راډیو د خپرونو یوه برخه
د ملت راډیو د خپرونو یوه برخه

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) وايي، د طالبانو حکومت په کندهار ولایت کې د (ملت غږ) په نوم یوې سیمه ییزې راډیو خپرونې بندې کړي او د یادې راډیو دفتر یې بند کړی دی.

د خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو استخباراتو د یادې راډیو درې تنه کار کوونکي نیولي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو په اساس په نیول شوو کسانو کې د (ملت غږ) راډیو د خبرونو مسؤل فرید علیزی، رحیم الله نوري او د تخینکي برخې همکار محمود مهربان شامل دي.

په کندهار ولایت کې د طالبانو ځايي مسؤلینو تر دا مهاله د (ملت غږ) راډیو د دفتر بندولو او درې همکارانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي او تر دا مهاله د یادو نیونو لامل هم نه دی روښانه شوی.خو په اعلامیه کې ویل شوي چې تیره ورځ د طالبانو حکومت استخباراتو د کندهار محلي راډیوګانو ته خبر ورکړی و چې تر دې وروسته به د موسقۍ خپرولو په اړه جدي چلند ورسره وشي.

په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه خپل سری او د رسنیو د قانون خلاف اقدام غندي.اسلامي امارت باید د رسنیو قانون ته چې هغه یې لوستلی او اجرا کړا کړی دی د ژمنتیا ترڅنګ د ملت غږ راډیو کار کوونکي ژر تر ژره خوشي کړي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې ترڅنګ له طالبانو څخه غوښتي چې د دغه راډیو ترڅنګ په افغانستان کې نورو سیمه ییزو راډیوګانو ته د «ازاد او له ویرې پرته» کار زمینه برابره کړي.

بلخوا ویل کیږي چې په کندهار کې د (زما) په نوم یوې بلې سیمه ییز راډیو کار کوونکی میرویس اتل هم د طالبانو لخوا نیول شوی دی، خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه هم څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې د طالبانو تر حاکمیت وروسته په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا غږ (اشنا تلویزیون) خپرونې چې په افغانستان کې د طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزیون لخوا خپرېدلې د مارچ پر ۲۷مه (وري اوومه) د طالبانو لخوا بندې شوي دي.

د امریکا غږ ادارې د طالبانو له لوري د د دغې ادارې په خپرونو [اشنا تلویزون] د بندیز پرېکړه غندلې ده او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې په دې اړه خپلې پرېکړې ته له سره کتنه وکړي.

د امریکا غږ سرپرستې یولاندا لوپیز په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي دي :«موږ له طالبانو غواړو چې په دې ځوروونکي او بد مرغې پرېکړې بیا کتنه وکړي.»

د طالبانو د دغه تازه اقدام په غبرګون کې د امریکا غږ یوه نوې خپرونه «اتصال»، چې په شمشاد تلویزون کې خپرېدله، هم بنده شوې ده.

XS
SM
MD
LG