د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د زعفرانو څیړنیز مرکز جوړوي

د هرات محلي مقامات وایي د کرهڼې د متخصصینو د سروی او اټکل له مخې سږکال پدې ولایت کې څه دپاسه ١٢ ټنه زعفران تولیدیږي
1/10 د هرات محلي مقامات وایي د کرهڼې د متخصصینو د سروی او اټکل له مخې سږکال پدې ولایت کې څه دپاسه ١٢ ټنه زعفران تولیدیږي
د هرات ولایت د زعفران سوداگر وایي له ایران نه د زعفران او  دهغې د پیازو منع کول ددې سبب شوي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د یو کیلو تولید شوي زعفران بیه تر پنځو زرو افغانیو پورې لوړه شي
د کرهڼې متخصصین وایي د افغانستان زعفران خورا لوړ کیفیت لري
2/10 د کرهڼې متخصصین وایي د افغانستان زعفران خورا لوړ کیفیت لري
د هرات ولایت د زعفران سوداگر وایي له ایران نه د زعفران او  دهغې د پیازو منع کول ددې سبب شوي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د یو کیلو تولید شوي زعفران بیه تر پنځو زرو افغانیو پورې لوړه شي
په هرات کې د زعفران نندارتون
3/10 په هرات کې د زعفران نندارتون
د هرات ولایت د زعفران سوداگر وایي له ایران نه د زعفران او  دهغې د پیازو منع کول ددې سبب شوي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د یو کیلو تولید شوي زعفران بیه تر پنځو زرو افغانیو پورې لوړه شي
د امریکا د متحده ایالاتو د رومي سپایس امریکایي شرکت وايي د هرات زعفران د هوا له لارې امریکا ته لیږدوي او په هول فودز پلورنځيو کې د پلور لپاره یې لدغه شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی
4/10 د امریکا د متحده ایالاتو د رومي سپایس امریکایي شرکت وايي د هرات زعفران د هوا له لارې امریکا ته لیږدوي او په هول فودز پلورنځيو کې د پلور لپاره یې لدغه شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی
د هرات ولایت د زعفران سوداگر وایي له ایران نه د زعفران او  دهغې د پیازو منع کول ددې سبب شوي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د یو کیلو تولید شوي زعفران بیه تر پنځو زرو افغانیو پورې لوړه شي
د هرات د زعفران کاروباریان وایي دمخه د یو کیلو زعفران بیه ٥٠٠٠٠ افغانۍ وه او اوس ٥٥٠٠٠ زرو ته لوړه شوې ده
5/10 د هرات د زعفران کاروباریان وایي دمخه د یو کیلو زعفران بیه ٥٠٠٠٠ افغانۍ وه او اوس ٥٥٠٠٠ زرو ته لوړه شوې ده
د هرات ولایت د زعفران سوداگر وایي له ایران نه د زعفران او  دهغې د پیازو منع کول ددې سبب شوي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د یو کیلو تولید شوي زعفران بیه تر پنځو زرو افغانیو پورې لوړه شي
زعفران په افغانستان کې په معیاري توگه پروسس کیږي
6/10 زعفران په افغانستان کې په معیاري توگه پروسس کیږي
د هرات ولایت د زعفران سوداگر وایي له ایران نه د زعفران او  دهغې د پیازو منع کول ددې سبب شوي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د یو کیلو تولید شوي زعفران بیه تر پنځو زرو افغانیو پورې لوړه شي
په هرات کې د زعفران پروسس کولو یوه څنډه 
7/10 په هرات کې د زعفران پروسس کولو یوه څنډه 
د هرات ولایت د زعفران سوداگر وایي له ایران نه د زعفران او  دهغې د پیازو منع کول ددې سبب شوي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د یو کیلو تولید شوي زعفران بیه تر پنځو زرو افغانیو پورې لوړه شي
د زعفران د تولید پروسس 
8/10 د زعفران د تولید پروسس 
د هرات ولایت د زعفران سوداگر وایي له ایران نه د زعفران او  دهغې د پیازو منع کول ددې سبب شوي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د یو کیلو تولید شوي زعفران بیه تر پنځو زرو افغانیو پورې لوړه شي
په هرات کې د زعفران پروسس
9/10 په هرات کې د زعفران پروسس
د هرات ولایت د زعفران سوداگر وایي له ایران نه د زعفران او  دهغې د پیازو منع کول ددې سبب شوي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د یو کیلو تولید شوي زعفران بیه تر پنځو زرو افغانیو پورې لوړه شي
زعفران د خپلو گټورو دارویي خاصیتونو په وجه ښه بازار لري
10/10 زعفران د خپلو گټورو دارویي خاصیتونو په وجه ښه بازار لري
د هرات ولایت د زعفران سوداگر وایي له ایران نه د زعفران او  دهغې د پیازو منع کول ددې سبب شوي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د یو کیلو تولید شوي زعفران بیه تر پنځو زرو افغانیو پورې لوړه شي
Previous slide
Next slide

په هرات ولایت کې به تر راتلونکو دوو کلونو د زعفرانو څیړنیز مرکز جوړ شي.

افغان چارواکي‌ وايي، د دغه علمي مرکز د جوړېدو ټول لګښت چې ۵۹ میلیونه افغانۍ کېږي د کرنې او مالدراۍ وزارت له پراختیايي بودجې ورکول کېږي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر انجنیر نصیر احمد دراني د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر۲۶مه» په هرات ولایت کې د دغه مرکز د ډبرې ایښودلو پر مهال وویل چې دغه مرکز به د زعفرانو د کروندګرو د مهارتونو له لوړولو، پروسس او د بازار پیدا کولو په برخه کې مرسته وکړي.

نصیر درانی په هرات کې د زعفرانو د انسټیټیوټ ډبرې ایښودلو پرمهال

هغه وویل:"دغه انسټیټوټ به د کیفیت او کمیت له اړخه د زعفرانو لپاره د بازار موندنې په برخه کې ګټور تمام شي، په ټولو هغو لابراتواري وسایلو چې لازم دي د زعفرانو په کمیت او کیفیت کې مهم رول لري سمبال شي."

پر همدې مهال د هرات مرستیال والي محی الدین نوري وايي، روان کال په دغه ولایت کې ۱۵زره او ۳۲ کیلو زعفران تولید شوی، چې نسبت تېر کال ته سل سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي زیاته کړه چې د غه انسټیټوټ به له کروندګرو سره مرسته وکړي چې تر څو د هرات لوېدیځې حوزې کروندګر نړیوالو بازارونو ته معیاري زعفران صادر کړي.

په هرات ولایت کې د زعفرانو د تحقیقاتي انسټیټیوټ د ډبرې ایښودلو مراسمو کې چې د ترکیې د صدراعظم اړوند د تیکا دفتر رئیس علي ارغون چنار هم ګډون کړی و وویل چې هېواد یې پلان لري تر دې وروسته د اسپانیا د زعفرانو پر ځای د افغانستان له تولید شوو زعفرانو څخه ګټه واخلي.

ترکیې په دې وروستیو کې ‌په یو بې ساري‌ اقدام کې د افغانستان د عفرانو پر صادراتو ګمرکي تعرفه لیري کړه.

د افغانستان زعفران چې د کیفیت له‌مخې په نړیوالو بازارونو کې خاص ځای لري تر دامهاله چین، امریکا او یو شمېر نورو اروپايي بازارونو ته صادر شوي‌ دي.

تر دې مخکې د «رومي سپایس» په نوم یوه امریکايي شرکت ویلي چې د هرات زعفران د هوا له لارې امریکا ته لېږدوي او په هول فودز پلورنځيو کې د پلور لپاره یې له دغه شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG