د لاس رسي وړ اتصالات

انګلنډ د کرکټ د نړیوال جام پایلوبې ته ووت


د کرکټ د ۲۰۱۹ کال پایلوبه به د نیوزلنډ او انګلنډ ترمنځ وي
د کرکټ د ۲۰۱۹ کال پایلوبه به د نیوزلنډ او انګلنډ ترمنځ وي

د انګلنډ د کرکټ لوبډلې په نیمه پایلوبې کې آسترالیا ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام پایلوبې ته ووتله.

پایلوبه به د یکشنبې په ورځ (جولاۍ۱۴) د نیوزلنډ او انګلنډ ترمنځ د لارډز په مشهور میدان کې وي. دغو دواړو لوبډلو تر دې دمه د یوې ورځنیو لوبو نړیواله اتلولي نه ده ګټلې. انګلنډ یو ځل د ۲۰ اوریزو سیالیو اتلولي ګتلې ده.

نیوزلنډ د ۲۰۱۵ د نړیوالو اتلولیو پایلوبې ته وتلی و، خو پر آسترالیايي وبایلله. خو انګلنډ بیا له ۱۹۹۲ کال راپدیخوا په اول ځل د نړیوال جام پایلوبې ته ووت. هلته یې پر پاکستان بایللې وه.

د پنجشنبې په نیمه پایلوبې کې آسترالیا انګلنډ ته د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه چې انګلنډ پوره کړ. په لومړي سیمې فاینل کې نیوزلند هند ته ماتې ورکړه.

ټول لس ټیمونه په دغه نړیوال جام کې وو او افغانستان په کې خپلې ټولې نهه لوبې یې وبایللې.

XS
SM
MD
LG