د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام: جنوبي افریقا استرالیا ته ماتې ورکړه


د جنوبي‌ افریقا کوینټن ډیکاک له استرالیا سره په لوبه کې سلیزه ووهله او د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو.
د جنوبي‌ افریقا کوینټن ډیکاک له استرالیا سره په لوبه کې سلیزه ووهله او د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو.

د کرکټ په نړیوال جام کې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) جنوبي افریقا استرالیا ته د ۱۳۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

استرالیا د دغې ۵۰ اوریزې لوبې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

د کوینټن ډیکاک د سلیزې په مټ، جنوبي افریقا مخالف لوري ته د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه. خو د استرالیا ټول لوبغاړي په ۴۰ اورونو کې د ۱۷۷ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

ډیکاک ددغې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو. د جنوبي افریقا توپ وهونکي ایډن مکرم په دغه لوبه کې ۵۶ منډې وکړې.

د استرالیا دپاره مارنس لابوشین ۴۶ منډې وکړې او پاتې ټول لوبغاړي یې له ۳۰ څخه کمو منډو کولو وروسته وسوځېدل.

د جنوبي افریقا توپ اچونکي کاهیسو ربادا د استرالیا درې لوبغاړي وسوځول. د جنوبي افریقا دوو نورو توپ اچوونکو تبریز شمسي او کیشاو مهاراج هم د مخالف لوري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د استرالیا د توپ اچونې په برخه کې ګلین مکسویل تر نورو ښه وځلید، په لسو اورونو کې یې یوازې ۳۴ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې سوځول.

په نړیوال جام کې سبا نیوزیلنډ او بنګله دیش مخامخ کیږي او د شنبې په ورځ هند او پاکستان لوبه لري.

په دغه جام کې افغانستان تر اوسه دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي. د افغانستان دریمه لوبه د یکشنبې په ورځ له انګلنډ سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG