د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کرکټ په نړیوال جام کې تر ټولو لوړ هدف پوره او لوبه وګټله


د لوبې غوره لوبغاړی د پاکستان محمد رضوان شو.
د لوبې غوره لوبغاړی د پاکستان محمد رضوان شو.

پاکستان د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې د سري لانکا د ۳۴۵ منډو هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله. د دغه لوړ هدف پوره کول په نړیوال جام کې یو تاریخ بلل کېږي.

لوبه د سه شنبې په ورځ اکتوبر لسمه (تلې۱۸) د هند په حیدراباد کې وشوه. سري لانکا په ۵۰ اورنو کې پاکستان ته ۳۴۴ منډې وکړې.

په دغې لوبې کې څلورو لوبغاړو سلیزې وکړې. د سري لانکا دوو لوبغاړو منډیس او سدیرا او د پاکستان عبدالله شفیق او محمد رضوان.

پاکستان د سري لانکا هدف په ۴۹ اورونو کې پوره کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی د پاکستان محمد رضوان شو چې ۱۳۱ منډې یې وکړې.

دا د سري لانکا دویمه لوبه وه چې ویې بایلله او پاکستان بیا تر دې دمه خپلې دواړه لوبې ګټلې دي.

د دغې ورځې په بلې لوبې کې انګلنډ بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

سبا چهارشنبه افغانستان په نوي ډهلي کې له هند سره لوبه لري. افغانستان خپله لومړۍ لوبه په بنګله دېش باندې بایللې او هند بیا خپله لومړۍ لوبه له استرالیا څخه ګټلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG