د لاس رسي وړ اتصالات

ژړا د انسان وزن کموي ـ څېړنه


نوې څېړنه ښيي چې ژړا د انسان د بدن وازګه کموي
نوې څېړنه ښيي چې ژړا د انسان د بدن وازګه کموي

یوه نوې طبي څېړنه ښيي چې ژړا د انسان په بدن کې داسې هورمونونه تولیدوي چې د بدن پر اضافي وازګو اغیز کوي.

د آسیایک په څیړنیز ویبسایټ کې خپره شوې څېړنه ښيي چې ژړا د بدن وازګه کموي چې ورسره د انسان وزن هم کمیږي.

دا څېړنه تېنګار کوي چې ژړا باید د زړه له درده او د احساساتو په اساس وي، ځکه چې دا ډول ژړا له هغو هورمونونو سره مستقیمه اړیکه لري چې په بدن کې د کورتیزول کچه زیاتوي.

د هوا د خرابوالي، لمر د تیزوالي، لوګیو او دا ډول نور غیر احساساتي مسایلو له کبله له سترګو وتلې اوښکې د وزن په کمولو کې مرسته نه کوي.

ډاکټر ویلیم نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې هر هغه څه چې له بدن څخه خارجیږي، بدن ته ګټه کوي. هغه ویلي دي چې ژړا هم داسې شۍ ده چې پرې د انسان له بدن څخه یو لړ زهري مواد د باندې وځي او همدا علت دی چې د انسان د وزن په کمولو کې رول لري.

څېړنې ښيي چې د انسان بدن د رواني فشار د هورمون د تولید پر مهال د وازګو د زیرمه کولو ظرفیت له لاسه ورکوي، ځکه چې په دغه وخت کې بدن د ژړا له لارې د رواني فشار د هورمونونو په ویستلو بوخت وي.

څېړونکي دا خبره هم کوي چې د شپې د اوو او لسو بجو ترمنځ د زړه له درده ژړا د نورو ټولو وختونو په پرتله ډېره اغیزناکه ده. وايي د غمژنو فیلمونو لیدل او پر کړکیچنو مسایلو بحث کول هم د بدن د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG