د لاس رسي وړ اتصالات

نوي کشفیات د انسان د بدن دننه په تازه اسرارو پوهیدلي


نویو کشفیاتو ښودلې چې د انسان په بدن کې د موجودو سلولونو له نیمایي څخه کم یې خپل دي او نور یې په مایکروسکوفي ارگانیزمونو پورې اړه لري.

د کلیفورنیا ایالت د پوهنتون څیړونکي راب نایت، د امریکا غږ ته وویل "د ٣٠ تریلیون انساني سلولونو په وړاندې شاوخوا ٣٩ تریلیونه مکروبي سلولونه زمونږ په بدن کې شته او مونږ یواځې ۴٣ فیصده انسان یو".

باکتریاوې او حتی ویروسونه او فنگسونه د خولې، پوټکي او کولمو په گډون د انسان د بدن په مختلفو برخو کې موجود دي چې مجموعه یې د فلورا په نوم یادیږي. د انسان په بدن کې د باکتریاوو د مجموعې شتون پر سلامتۍ باندې ډیر زیات اثر لري او د بدن له وزن نه نیولې بیا د قلبي او سږیو د امراضو په شان پر مختلفو ناروغیو باندې د یو شخص د اخته کیدو احتمال ټاکي.

په کولمو کې موجود مکروبونه حتی د انسان په خلق او مزاج باندې تاثیر لري. اوس پوهان دا څیړي چې ایا د اتیزم او پارکینسون په شان ناروغۍ هم د بدن د مکروبونو سره اړیکه لري او که نه.

پدې وروستیو کلونو کې پوهانو وموندل چې د هر شخص د کولمو باکتریاوې د زیږد له وخته د هغه خپلې دي او د بل هیڅ انسان سره ورته والی نلري.

د ژوند پیښې، د زیږون له بڼې نیولې چې یو شخص په طبیعي توگه زیږي او یا د مور له بطن نه د جراحۍ په واسطه جلا کیږي او دا چې له تولد وروسته د مور په شیدو تغذیه کیږي یا د حیواناتو په شیدو او همداشان دا چې د عمر په اوږدو کې د کوم ډول ژویو سره تماس لري او څه ډول درمل مصرفوي دا ټول په بدن کې د مکروبونو په وده کې او د هغې لارې د سلامتۍ سره په کلي توگه ارتباط لري.

ډاکتر نایت په کوچنیتوب کې د انتي بیوتیکونو مصرف او د مور په شیدو باندې د ماشومانو نه تغذیه کیدل په بدن کې د موجودو مکروبونو اړوند روغتیایي مشکلاتو ستر عامل گڼي او وایي " تاثیر یې د وزن او شناختي فعالیتونو له درکه په ماشومانو کې حتی تر ١٢ کلنۍ پورې پاته کیږي."

د امریکا د جانزهاپکنیز پوهنتون څیړونکی کارن سفانوس وویل "ډیر غوړ خواړه کول یا ناسالمه صحي رژیم د هغو مکروبونو د ودې سبب کیږي چې پړسوب سره علاقه لري او په پای کې جهاز هاضمه کې د التهاب سبب کیږي. میتاسفانه چې د هاضمې د جهاز پړسوب پر نورو غړو او د بدن په سیستم باندې ډیر مخرب اثر کوي".

ددې ټکي په پام کې نیولو سره چې د هر شخص د کولمو مکروبونه د هغه خپل دي، اوس پوهان د هر شخص د کولمو باکتریاوی په نښه کوي او د هغې له مخې ورته لازم غذایي رژیم ټاکي. ددې میتود نه استفاده همدا اوس د شکرې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره په رواجیدو ده.

پوهانو همداشان په سرطان ناروغۍ باندې د انسانانو د اخته کیدو سره د مکروبونو ارتباط او ددې ناروغۍ د درملنې هڅې څیړي.

XS
SM
MD
LG