د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال د مانش کانال له لارې د افغانانو په ګډون ۴۰زره مهاجر بریتانیا ته تللي 


بریتانیا ته تلوونکي مهاجر
بریتانیا ته تلوونکي مهاجر

د روان کال د پیل راهیسې له ۴۰زرو څخه زیات مهاجر د انګلستان د مانش کانال له لارې بریتانیا ته تللي دي.

د بریتانیا حکومت د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم ۲۲) وویل چې د خلکو د قاچاق په وړاندې د مبارزې لپاره د فرانسې سره د نوي تړون نیت لري.

د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي چې سږ کال ټولټال ۴۰۸۸۵ تنه مهاجر دې هیواد ته رسیدلي چې اکثر یې البانیايي، ایرانیان او افغانان دي. تېر کال دا شمیره ۲۸۵۶۱ تنه وه.

د شنبې په ورځ نومبر ۱۲ شاوخوا ۹۷۲ کسان وموندل شول چې په ۲۲ کوچنیو بیړیو کې یې د سمندر له لارې یې بریتانیا ته د رسیدو دغه خطرناکه هڅه کوله.

د بریتانیایا مقاماتو په وینا دا شمیرې کال په کال لوړیږي. په ۲۰۱۸ کې شاوخوا ۲۹۹ تنو، په ۲۰۱۹ کې ۱۸۴۳او په ۲۰۲۰ کې ۸۴۶۶ تنو ددې لارې بریتانیا ته د تللو هڅه کړې وه.

روانډا ته د مهاجرینو د لیږلو د پلان په شمول د انګلستان د بیلابیلو نوښتونو سره سره دا شمیرې مخ په زیاتیدو دي. د بریتانیا یو شمیر دغه نوښتونه محاکمو ځنډولي دي.

تیره اونۍ ، د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک وویل چې د فرانسې د ولسمشر ایمانویل میکرون سره د هغه د لومړنۍ مخامخ لیدنه وروسته د فرانسې سره د یوې نوې موافقې پلان په عملي کیدو دی.

د جمعې د ورځې د خبرو وروسته په یوې اعلامیې کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا او د هغې بریتانیایې سیال جیمز کلیورلي "د وړو کښتیو د تیریدو په شمول د غیرقانوني مهاجرت د ټولو ډولونو سره د مبارزې او د دوی اصلي لاملونو ته د رسیدو په بیړنۍ اړتیا ټینګار" کړی دی.

د مهاجرو د مخ په زیاتیدونکي شمیر په وجه د پناه غوښتنې درخواستونه د ځنډ سره مخ شوي او د بریتانیا د اټکل له مخې د استوګنې لګښتونه د ورځې ۶.۸ میلیون پونډو (۷.۸ میلیون ډالرو) ته رسیږي. دا کار ځایی خدمات خنډني کوي او د خلکو قهر راپاروي.

XS
SM
MD
LG