د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د پناه غوښتونکو لومړۍ ډله رواندا ته استوي


پناه غوښتونکي
پناه غوښتونکي

د بریتانیا حکومت په پام کې لري چې په را روانو دوو اونیو کې هغه هېواد ته د ورغلیو پناه غوښتونکو لومړۍ ډله افریقايي هېواد رواندا ته واستوي.

د بریتانیا حکومت وايي رواندا ته د دغو پناه غوښتونکو د استولو عمده هدف د انساني قاچاقي د شبکو ړنګول او د «مانش» کانال له لارې بریتانیا ته د کډوالو د ورتګ مخنیوی دی.

د صدراعظم بوریس جانسن حکومت د اپریل په میاشت کې دا پلان اعلان کړ چې د ګوند د ځینو غړو او سیاسي مخالفینو یې سربېره د مهاجرینو د حقونو ډېرو ادارو دا پلان وغنده او کلک انتقادونه یې پرې وکړل.

بریتانوي چارواکي وايي د دغو پناه غوښتونکو لومړۍ ډلې ته لیکونه استول شوي چې هغوی ته ویل شوي رواندا ته به استول کېږي چې «په مصون ډول خپل ژوند له سره پیل» کړي.

د رویټرز د راپور په اساس د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر پریتي پټیل ویلي دي چې د دغو کډوالو لومړۍ جوپه به «د جون په ۱۴مه نېټه» انتقالېږي.

افریقا ته داسې مهال دا کډوال استول کېږي چې ښاغلی جانسن د بریتانوي قانون جوړوونکو د عدم اعتماد د رایې اچوونې له مخ زیاتېدونکي خطر سره مخامخ دی.

بریتانیا په ۲۰۱۶ کې له اروپايی ټولنې ووتله او هغه وخت هم د کډوالو مسئله ډېره جدي وه او ښاغلی جانسن تر سخت فشار لاندې و چې د «بریتانیا سرحدونه کنترول» کړي.

تېرکال شاوخوا ۲۸۰۰۰ کډوال او مهاجر له نورو اروپايی هېوادونو څخه د مانش دکانال له لارې په کوچنیو کښتیو کې ځانونه بریتانیا ته رسولي، چې د ځينو افغان کډوالو په ګډون، یو شمېر پناه غوښتونکي په دغې لارې کې مړه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG