د لاس رسي وړ اتصالات

د 'قیامت ورځې فرقې' مشر په جاپان کې اعدام شو


د قیامت ورځې په نامه فرقې مشر شکو اساهر، د جمعې په ورځ په جاپان کې په دار وځړول شو. هغه پدې خاطر اعدام شو چې په ١٩٩٥ کال کې د توکیو د ځمکې لاندې ټرین په یو تم ځای کې د غازو په مرگوني برید او یو لړ نورو جرمونو کې لاس درلود.

ددې فرقې د مشر او ددې ډلې د شپږو نورو غړو په اعدامولو سره په هغه هیواد کې د یو بوږنونکي جرم فصل وتړل شو چې لا هم د خلکو په یاد دی.

د قیامت د ورځې فرقې، غړو د ١٩٩٥ کال د مارچ په ٢٠ د گڼې گوڼې پر وخت دسرین غاز چې په پلاستیکي کڅوړو کې ځای پر ځای شوی و د توکیو ښار د میترو په یو تم ځای کې خوشې کړ چې په نتیجه کې ۱۳ تنه ووژل شول او څه د پاسه ۶۰۰۰ نور کسان ناروغه شول.

د جاپان د عدلیې وزیر د جمعې په ورځ د ٦٣ کلن اساهر او د هغه د لارویانو د اعدامولو خبر اعلان کړ.

د جاپان عمده رسنیو د جمعې په ورځ ډیرې ورځپاڼې چاپ کړې او هغه یې د میترو په تم ځایونو کې وویشلې.

د کیو ایواتا، په نامه یوه مور چې لور یې د ١٩٩٥ کال د غازو په برید کې مړه شوی وه د جاپان د NHKتلویزیون ته وویل چې ددې مجرمینو اعدامولو، ارامه کړې ده.

د قیامت ورځې فرقې د غازو د حملې سربیره نور جرمونه هم کړي دي چې په نتیجه کې یې ٢٧ کسان مړه شوي دي.

ددې فرقې د اعدام شویو غړو له ډلې نه دوه تنه یې پوهان وو چې د سرین غاز یې تولید او یو تن یې دغه برید ترسره کړی و.

د جاپان د عدلیې وزیر د پنجشنبې په ورځ ددې فرقې د غړو د اعدام امر وکړ او وویل چې دغه اعدام ساده کار نه بولي، خو ددغو کسانو د جرم شدت د هغوی اعدامول حتمي کړی دی.

XS
SM
MD
LG