د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جګړه؛ د معلولینو شمېر کې ۱۱سلنه زیات شوی


د بشري حقونو  کمیسیون څېړنې ښيي چې اوس مهال څلور میلیونه او ۴۷۵ زره تنه معلولین افغانستان کې ژوند کوي
د بشري حقونو  کمیسیون څېړنې ښيي چې اوس مهال څلور میلیونه او ۴۷۵ زره تنه معلولین افغانستان کې ژوند کوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوه څېړنیز رپوټ په خپرولو ویلي چې اوس مهال د دغه هیواد ۱۳ سلنه وګړي معلول دي او په تېرو ۱۴ کلونو کې د معلولینو شمېر ۱۱ سلنه ډېر شوی دی.

د یاد کمیسیون څېړنې ښيي چې اوس مهال څلور میلیونه او ۴۷۵ زره تنه معلولین افغانستان کې ژوند کوي.

په روانې جګړې کې د ماینونو د چاودنو، ترافیکي حادثو، د کار په سیمه کې د خوندیتوب اصولو نه مراعتولو، د واکسینونو نه عملي کېدل او د اومیندوارو مېرمنو نه خوندېتوب د یاد شمېر کسانو د معلولیت اصلي لاملونه ګڼل کیږي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون نن یکشنبه مارچ ۲۸ (وري ۸) ددې رپوټ په خپرولو وویل چې معلولین د ټولنې اړمنو کسانو په شمېر کې دي او د کورنۍ، ټولنې او دولت ملاتړ ته اړتیا لري.

رپوټ زیاتوي: "څېړنو کې ۳۸ سلنه معلولین وايي چې په کورنۍ او ټولنې کې د تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي."

د بشري حقونو کمیسیون وايي چې افغان معلولین له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

زده کړو ته نه لاسرسی، د صحي خدمتونو کمښت یا نشتون او د معلولینو د معاش لږوالی یا هم ترې محرومیت د دوی لوی ستونزې یادې شوي دي.

په افغانستان کې روانې جګړې د دوه لسیزو راهیسې ګڼو ملکیانو ته مرګژوبله اړولې ده.

له هغه مخکې کورنۍ جګړې او د روسانو د سرو لښکرو یرغل د دغه هېواد سلګونه زره خلک معلول او ووژل.

XS
SM
MD
LG