د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې په طالبانو هوايي برید کې پنځه ملکیان وژل شوي- بشري حقونه


پر ملکي وګړو یاد هوايي برید د بشري حقونو کمېسیون لخوا غندل شوی او له حکومت څخه یې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.
پر ملکي وګړو یاد هوايي برید د بشري حقونو کمېسیون لخوا غندل شوی او له حکومت څخه یې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د دوی د څېړنو په اساس د روانې مرغومې میاشتې پر ۱۷مه د هلمند مرکز لښکرګاه کې پر وسله والو طالبانو د هوایي برید په ترڅ کې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاد کمېسیون ویلي دغه هوايي برید چې پنځه ملکي وګړي پکې وژل شوي درې یې ماشومان دي. همدارنګه پنځه تنه نور ملکي وګړي پکې ټپیان شوي چې څلور یې ښځې دي.

پر ملکي وګړو یاد هوايي برید د بشري حقونو کمېسیون لخوا غندل شوی او له حکومت څخه یې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

یاد کمېسیون نن جمعه جنورۍ ۸ (مرغومې ۱۹) پر خپل ټویټر لیکلي چې جنګ د حل لار نه ده: "د دې وخت رارسېدلی چې طرفونه، په ژر تر ژره اوربند ټينګېدو سره، د تاوتریخوالي بندولو په اړه د خلکو غوښتنې ته واقعي ځواب ورکړي. د ملکي وګړو خوندیتوب باید د ښکېلو اړخونو له لومړیتوبونو څخه وي او هغوی ته زیان رسول په هیڅ صورت د منلو نه دی."

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا تیره ورځ وویل چې د لښکرګاه اړوند «بشران» سیمه کې د هوايي برید پرمهال یې یو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت ویلي چې وسله والو مخالفینو د برید پلان درلود چې هدف وګرځول شول.

یاد وزارت همدارنګه زیاته کړې چې په دغه برید کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې رسېدو په اړه څېړنې کوي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د هلمند مرکز لښکرګاه د «بشران» سیمه کې پر هغوی د هوايي برید په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه دا راپورونه پر داسې مهال خپریږي چې په دغه هیواد کې د جګړې ختمېدو په اړه د سولې دوهم پړاو خبرو ته هیلې زیاتې شوي دي.

ټاکل شوې د افغان سولې په اړه دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات راتلونکې شنبه په دوحه کې پیل شي چې د چارواکو په وینا د اجنډا یوه مهمه برخه به یې په هیواد کې د اوربند ټينګېدو په اړه وي.

XS
SM
MD
LG