د لاس رسي وړ اتصالات

پر دمشق برید کې د ایران د سپاه پاسداران لږ تر لږه څلور غړي وژل شوي


په دمشق کې د ۲۰۲۴ د جنورۍ د شلمې نیټې په برید کې ویجاړه شوی ودانۍ
په دمشق کې د ۲۰۲۴ د جنورۍ د شلمې نیټې په برید کې ویجاړه شوی ودانۍ

د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۰ (مرغومي ۳۰) د سوریې په پلازمینه دمشق کې د استوګنې پر یوې ودانۍ په برید کې د ایران د 'سپاه پاسداران انقلاب ' لږترلږه څلور غړي ووژل شول. تهران د دې برید پړه پر اسرائیل اچولې.

ایراني رسنیو ویلي دي چې ' سپاه پاسداران ' د خپلو غړو وژل کیدل تائید کړي دي.

د ایران مهر خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې په سوریه کې د 'سپاه پاسداران ' د استخباراتو مشر، د هغه یو مرستیال او دوه نور غړي د اسرائیل په برید کې وژل شوي دي. د مهر خبري اژانس په وینا د سپاه پاسداران یو بل ټپي شوی غړی هم مړ شوی دی.

د سوریې دولتي ټلویزیون هم خبر ورکړ، هغه ودانۍ چې د شنبې په سهار په برید کې ویجاړه شوې د سوریې د پلازمېنې په یوه سیمه کې پرته ده چې څو سفارتونه په کې میشت دي.

اسرائیل چې په سوریه کې د خپلو اقداماتو په اړه په ندرت سره خبرې کوي تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي. دا برید په داسې حال کې شوی، چې اسرائیل د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې پر یو لړ هدفونو بریدونه وکړل.

په غزه کې بریدونه

اسرائیل خبر ورکړی چې د غزې په شمال کې یې وسله وال په نښه کړي دي او ویلي یې دي چې دوی هڅه کوله په سیمه کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي او پر اسرائیلي ټانکونو توغندي وتوغوي.

په ورته وخت کې عیني شاهدانو په خان یونس سیمه کې د تیرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د ناصر روغتون ته څېرمه د سختو ډزو خبر ورکړی دی. اسرائيل وايي، د دوی ځواکونو د وسله والو پر يو مرکز برید کړی، هلته يې چاودېدونکي توکي کشف او راکټ لانچرونه يې له منځه وړي دي.

په غزه کې تر ټولو خونړۍ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه، چې حماس ډلې پر اسرائیل برید وکړ او د دوی جنګیالیو نږدې ۱۱۴۰ کسان ووژل، چې اکثر یې ولسي وګړي وو او ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل چې ۱۲۹ تنه یې لاهم د حماس په بند کې دي، د فرلنس پرس اژانس په وینا لږ تر لږه ۲۷ یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۵ فلسطینیان وژل شوي او ۲۸۰ نور ټپیان شوي دي.


د غزې روغتیايي مقامات پرته له دې چې ملکي وګړي او پوځيان سره بیل کړي ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۵ زره کسان وژل شوي چې اکثر یې ولسي وګړي دي.

په ورته وخت کې، سرې میاشتې د ایکس ټولنیزې شبکې په یو پیغام کې لیکلي چې ۸۰ زره فلسطینیان د اړتیا وړ توکو له سخت کمښت سره مخ دي او اعلان یې وکړ چې په غزه کې اوسنی بشري بحران "خطرناک" دی.

پر ښځو د جګړې اغیز

د غزې کړکیچ په ځانګړې توګه پر ښځو ناوړه اغیز کړی. د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې په د څه د پاسه ۲۵ زرو کسانو له جملې څخه چې په روانه جګړه کې وژل شوي ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. د جندر د برابرۍ او د ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر د راپور له مخې چې د جمعې په ورځ خپور شو، په دې احصایه کې په هر ساعت کې د دوو میندو مړینه شامله ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي اجرائیوي مشرې سیما بحوث په یو بیان کې ویلي: "موږ یو ځل بیا ددې شاهد وو چې ښځې او ماشومان د جګړې لومړی قرباني دي او د سولې لپاره زموږ دنده د دوی پر وړاندې د فرض ادا کول دي."

د الجزیرې ټلویزیون د راپور له مخې اسرائیل په یو تازه اقدام کې د لویدیځې غاړې په څو ځایونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د شپې له خوا ۲۲ فلسطینیان نیولي دي. د دغه رپوټ له مخې دغه نیول شوي کسان په هبرون، نابلس، طوبس، بیت لحم، جنین او بیت المقدس کې نیول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG